1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له اسلام سره د چلند په اړه د فرانسې او ترکيې شخړي زور اخيستی

۱۳۹۹ آبان ۶, سه‌شنبه

د فرانسې او ترکیې ترمنځ د حضرت محمد(ص) د کاریکاتورونو او اسلام سره د چلند پرسر شخړه نوره هم شدیده سوې ده. اردوغان همدرانګه پر اکثرو اروپايي سیاستمدارانو باندي لفظي حمله کړې او هغوی ته یې د «فاشیسټانو»خطاب کړی دی.

https://p.dw.com/p/3kUJh
Frankreich Paris | Staatstreffen | Erdogan und Macron
انځور: picture-alliance/AP Photo/L. Marin

د فرانسې پر جمهوررئیس، ایمانویل ماکرون باندي تر لفظي حملې وروسته د ترکیې جمهوررئیس، رجب طیب اردوغان په یوه تلویزوني بیانیه کي وویل: «لکه څنګه چي په فرانسه کي ځیني وايي، ترکي محصولات مه رانیسئ- نو زه خپل ملت ته هم رجوع کوم او وایم: «فرانسوي مالونه مه رانیسی.»

اردوغان همدارنګه وویل چي مسلمانان په اروپا کي له یوه «ناپاکه کمپاین» سره مخامخ دي، لکه څنګه چي یهودان «تر دوهم عمومي جنګ دمخه» ورسره مخامخ وه. هغه پر اروپايي دولتي او حکومتي مشرانو باندي هم تورو ولګاوه چي د کلمې په حقیقي مفهوم سره »فاشیسټان او د ناسیونال سوسیالیزم زنځیري کړۍ دي«. د هغه په خبره اروپا باید د مسلمانانو پرضد د «ماکرون له خوا رامنځته سوی د کرکي او نفرت کمپاین» ته خاتمه ورکړي.

فرانسې د اسلام د پیغمبر د کاریکاتورونو دفاع وکړه

د اردوغان د دغه شدید لحن دلیل د ماکرون هغه اظهارات وه چي د یوه شاګرد د احتمالي اسلامي انګیزې پر بنأ یې د یوه معلم تر وژل کیدو وروسته کړې وه. ماکرون تردغه قتل وروسته د مسجدونو او نورو اسلامي ټولنو د سخت کنټرول اعلان وکړ. ماکرون همدارنګه د مذهبي انتقادي کاریکاتورونو د نشرولو د حق دفاع وکړه.

هغه وویل چي «که نور ورڅخه تيريږي يا نه، خو فرانسه به هیڅ وخت له کاریکاتورونو او رسمونو څخه تیر نسي».

فرانسوي محصولات د مغازو او دوکانو څخه لیري کیږي

نه یوازي په ترکیه کي فرانسوي محصولات د مغازو او دوکانو له الماریو څخه لیري کیږي، بلکي په قطر، اردن او کویټ کي هم. په عربي او اسلامي هیوادونو کي دغه بایکاټ د فرانسې د کارفرمایانو د اتحادیې د امر، جفرو روکس دپاره یو «بد خبر» دی. خو په عین حال کي هغه د اتحادیې د غړو څخه وغوښتل چي د دغه کمپیان په مقابل کي مقاومت وکړي. هغه وویل چي «زموږ ارزښتونه زموږ تر معاملو مهم دي.«

(AG) ق.ن/ن.ز