1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضامنځنی ختیځ

په غزه کي بشري حالت مخ پرخرابیدو دی

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۶, یکشنبه

په غزه کي د ملکي خلګو وضعیت سخت خراب سوی دی. تقریبأ ۱۰۰ زره انسانان د خپلو کورنو څخه بې ځایه سوي او غواړي ووځي. خو غزه محاصره ده او د وتلو لار نسته. د کرونا ترڅنګ کومکي مواد هم کمیږي

https://p.dw.com/p/3tSfM
Gaza City | Palistinenser suchen in einer Schule Schutz vor Luftangriffen
انځور: Ibraheem Abu Mustafa/REUTERS

ځیني وختونه د اسراییل هوايي قواوي ، کله چي د غزې په تراډه کي بمبارۍ کوي، مخکي له مخکي خبراری ورکوي، تر څو ملکي خلګ پر سم وخت ځانونه د امن ځایونو ته ورسوي.

خو کله چي اسراییلي پوځ تیره جمعه (د می میاشتي ۱۴ مه) د حماس د تونلونو پر تأسیساتو باندي حمله وکړه، دغه ډول یو خبرداری نه ؤ ورکول سوی. دغه خبره د اسراییلو د پوځ یوه ویاند وکړه. ځکه چي په خبره یې هلته «تر ښار لاندي یو بل ښار» موجود ؤ، چي لویه برخه یې د استوګنو تر کورونو لاندي وه.

ویاند همدارنګه وویل،  چي د حماس غورځنګ، کوم چي د غزې پر تراډه باندي د ۲۰۰۷ م کال راهیسي حکومت کوي، قصدأ یې دغه تونلونه تر تعمیرونو لاندي جوړ کړي وه، تر څو د اسراییلو د بمبارۍ څخه په امان وي. د هغه په خبره د هغو تقریبأ ۲۰۰۰ راکټانو ، چي د دوشنبه راهیسي پر اسراییل باندي ورفیر سوي دي، هم د استوګنو د کورونو څخه ورفیر سوي دي. 

په زرونو کسان د تیښتي په حال کي دي

د اسراییلو او فلسطینیانو تر منځ لکه د تیري اونۍ د تشدده ډکو کشمکشونو په ډول دغه اونۍ هم د غزې د تراډی د ملکي خلګو ژوند ډیر خراب سو: همدا اوس د ملګرو ملتو د معلوماتو پراساس تقریبأ ۱۰۰۰۰۰ (يو لک) انسانان د اسراییلو د مځکنیو عملیاتو د بیري په دلیل د خپلو کورونو څخه وتلي دي. داډول یو حالت، چي د نړۍ په بل هرګوت کي د جنګونو او کشمکشونو په نتیجه کي رامنځته کیږي. 

خو په دې تفاوت سره چي غزه محاصره ده، هغوی ته نه داسراییلو سره او نه هم د مصر سره په سرحد کي د وتلو اجازه او ویزه ورکول کیږي.

خوراکي محصولات ، تیل، ګاز، دواوي او درمل کمبود دي

بریدونه د مرستندویه سازمانونو کار هم سختوي، کوم چي د غزې په تراډه کي خلګو ته د مرستندویه مالونو د رسولو مسؤلیت پر غاړه لري. د ملګرو ملتونو د بشري کومکونو د دفتر په حواله د ۲۰۱۹ م کال راهیسي د غزې د ۱،۶ ملیونه اوسیدونکو څخه یې ۷۵ فیصده کومکونو ته محتاجه دي. د اوسنیو کشمکشونو ترشروع کیدو دمخه لا هره دریمه اساسي دوا کمبود وه.

Gaza City | Palestinenser nach einem Luftangriff
انځور: Mohammed Salem/REUTERS

برق او پاکي اوبه هغه څه دي، چي همیشه هلته کمبود دي. او څنګه چي د همدې می میاشتي د لسمي څخه اسراییلي خوا سرحدونه کاملأ تړلي دي، اوس نور هیڅ تیل او ګاز نه رسیږي. همدااوس ډیزل دومره کمبود دي، چي حتی د اطفايې موټرانو ته نه رسیږي.

د یادولو وړ ده، چي د اسراییل د هوايي بریدونو راپدیخوا د غزې په تراډه کي ۱۴۰ انسانان وژل سوي او تقریبأ ۱۰۰۰ تنه زخمیان سوي دي. د فلسطین د خیریه سازمانو په حواله یوازي پرون شنبه سهار د بې ځایه سوو خلګو او مهاجرو په یوه کمپ کي د یوې کورنۍ لس غړي ووژل سوه، چي په منځ کي یې کوچنیان هم وه. 

آ./م.ق./ا.ا.