1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان حکومت په افغانستان کې د خپلو عسکرو ماموريت تمديد کړ

۱۳۹۹ اسفند ۶, چهارشنبه

د آلمان حکومت د چهار شنبې په ورځ په افغانستان کې د آلماني ځواکونو ماموريت د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ تر ۳۱ نیټې پورې وغځاوه. خو د آلمان پارلمان هم بايد دا تائيد کړي.

https://p.dw.com/p/3pnrM
Afghanistan - Deutsche Bundeswehr im Einsatz
انځور: Imago/Est/Ost

د آلمان د فدرالي حکومت د کابينې غړيو نن، چهار شنبه (د فيبرورۍ ۲۴ مه نيټه) په افغانستان کې د دغه هيواد د عسکرو د ماموريت موده د راتلونکي میلادي کال د جنورۍ تر ۳۱ نیټې پورې وغځوله.

د دې ماموريت د غځولو دليل دادی چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو پلان شوی اخراج ښايي د روان کال د می تر لومړۍ نیټې پورې ترسره نه شي ځکه د افغانستان د سولې خبرو اترو پرمختګ نه ده کړی او ښايي ډېر وخت دوام وکړي.

د ماموريت د غځولو دا پريکړه بايد د «بوندستاګ» يا پارلمان له خوا هم تائيد شي. په افغانستان کې د آلمان د پوځ د روان ماموريت موده د مارچ میاشتې په پای کې ختمیږي.

آلمان اوس مهال د افغانستان په شمال کې د ناټو د پريکړنده ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې څه نا څه ۱۱۰۰ عسکر لري. د ناټو د دغه ماموريت د ټولو عسکرو شمير نږدې ۱۰زرو ته رسيږي.

د آلمان حکومت د ماموريت د غځولو دا پريکړه په داسې حال کې کړې چې ناټو همدا يوه اوونۍ تر مخه په خپله غونډه کې ويلي چې په افغانستان کې د خپل ماموريت د راتلونکي په اړه يې «وروستۍ پريکړه ونه کړای شوه.»

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبيرګ ويلي ول چې دا ائتلاف د افغانستان د ماموريت په تړاو «له يوه ستونزمن حالت» سره مخ دی.

د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بايدن حکومت هم پر دې غور کوي چې می مياشتي تر لومړۍ نېټې د خپلو پاتو ۲۵۰۰ عسکرو په ایستلو سره له طالبانو سره د دغه هيواد توافق ته ژمن پاته شي او که په افغانستان کې په پاتېدو سره د وسله والو طالبانو د خونړي ګوزار خطر پر ځان ومني.

اړونده موضوع: په افغانستان کي د آلماني عسکرو د امنیت په هکله اندیښنې

ستولتنبيرګ ټينګار وکړ چې طالبان له امريکا سره په کړيو ژمنو بايد ودريږي چې د بين الافغاني خبرو پرمختګ، د تاوتريخوالي کمول او له «نړيوالو ترهګرو ډلو» سره د تماس پرې کول پکې شامل دي.

د ناټو غړي هيوادونه په بې صبرۍ سره د افغانستان په اړه د بايدن پريکړې ته په انتظار دي او که چېرې امريکا په افغانستان کې د پاتيدو فيصله کوي نو دوی هم غواړي خپل ماموريت ته ادامه ورکړي.

خو د آلمان په پارلمان کې يو شمیر ډلې په ځانګړي توګه د آلمان ليبرال ګوند «اف ډي پي» او کيڼ اړخه ګوند په دې وروستيو کې په افغانستان کې د خپلو عسکرو تر شل کلن حضور وروسته د وتلو د تګلارې له پاره غږ پورته کړی دی.

دا چې په افغانستان کې د ناټو د حضور په اړه لا روښانتيا موجوده نه ده، نو دا نوی ماموريت په سپتمبر میاشت کې په آلمان کې تر عمومي ټاکنو څو مياشتو وروسته پورې مودې ته غځول شوی. نوی حکومت به بيا د راتلونکي په اړه پريکړه کوي.

 ب. ص/ ن. ز (AFP)