1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانۍ کلیسا: د افغان کډوالو اخراج ودروئ

۱۳۹۹ بهمن ۱۱, شنبه

د آلمان بایرن ایالت د پروتستانت سیمې کلیسا او خیریه موسسه "دیاکوني" افغانستان ته د کډوالو د جبري اخراج د لړۍ درولو غوښتنه کړې. د دوی په خبر پاڼه کې افغانستان ته د کډوالو اخراجیدل "غیرمسولانه" بلل شوي.

https://p.dw.com/p/3obyu
Abschiebung Abschiebeflüge
انځور: picture-alliance/dpa/S. Babbar

د آلمان په بایرن ایالت کې د پروتستانت سیمې د کلیسا مشر یا اسقف هاینریش بدفورد او د "دیاکوني" په نامه د خیریه سازمان مشر میشایل بامسل د جمعې په ورځ د (د جنورۍ ۲۹) په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي چې کورنایي وضیعت او عمومي وضیعت ته په کتو افغانستان ته د کډوالو اخراج نامسولانه کار دی.

افغانستان ته د رد شویو افغان کډوالو اخراج تیر کال د کورنا ویروس له خپریدو وروسته وځنډول شو خو په تیر ډسمبر میاشت کې دغه لړۍ تر یوه اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا له سره پیل شوه. د تیر میلادي کال د ډیسمبر میاشتې را پدیخوا لسګونه افغانان په دوه جلا الوتنو کې افغانستان ته اخراج شوي وو.

د بایرن ایالت د کډوالو د شورا د  معلوماتو پر بنسټ افغانستان ته د اخرج کیدونکو مهاجرینو یوه بله الوتنه هم په راتلونکې فبرورۍ میاشت کې پلان شوې ده.

دغو دوه مشهور څیرو ویلي چې دا سمه ده چې په آلمان کې د دوی د پناه غوښتنې قضیه به رد شوي وي خو دا په دې مانا نه ده چې موږ یې د سر په بیه خپل هیواد ته ولیږو .  په دغې خبرپاڼې کې راغلې چې د سولې خبرو سره سره بیا هم په افغانستان کې د تاوترخیوالي کچه ډیره لوړه ده.

Afghanistan aus Deutschland angeschobene Flüchtlinge in Kabul
انځور: Sirat

د مهاجرینو په چارو کې د آلمان د فدارلي ادارې یا بامف په وینا په کابل کې په وروستیو ۱۰۰ ورځو کې له ۱۷۰ ډیرې امنیتي پیښې ثبت شوي دي چې پکې له ۵۰۰ ډیر کسان ټپي او یا وژل شوي دي. د نیویارک ټایمز په نامه د یوې امریکايي ورځپاڼې د معلوماتو په اساس، یوازې د روان کال په جنوري میاشت کې په افغانستان کې تاوتریخوالي په پیښو کې له ۲۵۰ ډیر کسان وژل شوي دي.

د آلمان په بایرن کې د یادې کلیسا مشر همدا راز ویلي چې دا زموږ د بشر دوستانه دودونو خلاف کار دی چې هغه کسان چې په آلمان کې یې د پناه غوښتنه کړې په عمدي توګه له دغه راز یوه خطر سره مخامخ شي.

د بایرن ایالت خیریه موسیې دیاکوني مشر ویلي چې د ملګرو ملتونو وروستی رپوټ ښیي چې له کورنا وبا را وروسته د افغانستان شاوخوا نیم خلک په ۲۰۲۱ کال کې بشر دوستانه مرستو ته اړتیا لري. په افغانستان کې د کرونا وبا د خپریدو راهیسې اقتصادي ستونزې هم ډیرې شوي او روان تاوتریخوالي د افغانانو پر ژوند باندې هم منفي اغیز شیندلی دی.

زموږ له آرشیف څخه: 

له آلمانه افغانستان ته د اخراج شوی مهاجر ژوند