1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته د بالقوه خطر پيښونکو د راتګ احتمال

۱۴۰۰ آذر ۱۲, جمعه

د یوه آلماني سياستوال د اټکلونو پر اساس ښايي له افغانستان څخه د سيمه ایزو همکارانو په ليکو کې بالقوه ترهګر هم آلمان ته راغلي وي. واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته د پوځ په زرونو سيمه ایز کارکوونکي آلمان ته انتقال شوي.

https://p.dw.com/p/43mNJ
Konflikt in Afghanistan - Ortskräfte in Brandenburg agekommen
انځور: Patrick Pleul/dpa-Zentralbild/dpa/picture alliance

د بايرن ایالت د کورنيو چارو وزير يواخم هېرمن چې د مسيحي سوسيال ګوند څخه دی، غواړي چې له افغانستان څخه انتقاليدونکي د آلمان د پوځ د پخوانيو افغان کارکوونکي او نور پرسونل په اړه بايد جدي پلټنې ترسره شي.

نوموړي د آلمان د خبري آژانس «ډي پي ای» ته په شتوتګارد کې آلمان د کورنيو چارو د ایالتي وزيرانو د غونډې په ترڅ کې وويل چې بايد وکتل شي چې داسې کسان آلمان ته نه وي داخل شوي چې وروسته ترې خطر متوجه شي.

هغه زياته کړه: «د کابل په هوايي ډګر کې په پای کې بيا داسې خلک هم ورسره ګډ شول چې په اصل کې یې په هغوی [سيمه ایزو همکارانو] پورې اړه نه درلودله.» هغه وويل: «له همدې کبله موږ باید د خپلو امنيتي ګټو د تامينولو له پاره په دقيقه توګه عمل وکړو او د هر يو په اړه په جلا توګه څېړنې بايد وشي.»  هيرمن وویل چې دا له امکانه لېرې نه ده چې طالبان او يا د داعش ډله هڅه وکړي خپل غړي را واستوي.

د آلماني پوځ د افغان همکارانو یوه ډله آلمان ته را ورسیدله

يواخم هېرمن دا څرګندونې د آلمان د مسيحي دیموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونو د ايالتي کورنیو چارو وزيرانو په غونډه کې وکړې. هغه وويل چې سړی بايد دې ته جدي پاملرونه ولري چې له هغو کسانو سره چې آلمان ته رسېدلي دي څرنګه چلن وشي او څرنګه هغوی ته د مسلکي زده کړو او يا کار زمينه برابره شي.

نوموړي زياته کړه: «ځکه چې روښانه ده چې افغانستان ته به په نزدې راتلونکي کې هیڅوک بیرته وا نه استول شي.»

ب. ص/ س. ر (dpa)