1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په افغانستان کې تر ۱۷ ميليارد يورو ډېرې پېسې مصرف کړي

۱۴۰۰ مهر ۱۳, سه‌شنبه

د آلمان د حکومت په حواله په افغانستان کې د آلماني عسکرو او پراختيايي مرستندويانو پر شل کلن ماموريت تر ۱۷،۳ ميليارد يورو ډېرې پېسې مصرف شوي دي. ویل شوي چې زياتره لګښت پر پوځي ماموريت راغلی دی.

https://p.dw.com/p/41GXW
Symbolbild Bundeswehreinsatz in Afghanistan
انځور: Maurizio Gambarini/dpa/picture-alliance

د آلمان د خبري آژانس ډي پي ای په حواله حکومت په افغانستان کې د لګښت په اړه دغه معلومات د آلمان په پارلمان کې د ليبرال ګوند په غوښتنه وړاندې کړي دي. د حکومت له خوا ويل شوي: «په افغانستان کې د ۲۰۰۱م کال څخه د ۲۰۲۱ م کال د اګست مياشتې تر ۳۱ نیټې پورې د «ايساف»، «او اي اف» او همدا راز په «پريکړنده ماموريت» کې پر ګډون باندې د آلمان د کورنيو وزارت له خوا په ټولیزه توګه ۱۲،۳ ميليارده يورو اضافي پېسې د اړوندو چارو له پاره ورکړل شوي دي.»

د حکومتي معلوماتو په حواله د بهرنيو چارو وزارت هم څه نا څه ۲،۴۸ میليارده يورو په بېلا بېلو پروژو کې د پرسونل او مادي لګښتونو له پاره ورکړي دي.

په دې پيسو کې د بهرنيو چارو وزارت د پرسونل او نور عملياتي لګښتونه شامل نه دي چې په دې ډول يوې ديپلوماتيکي اداره کې رامنځته کيږي.

د آلمان د پراختيا وزارت هم په دې تېرو شلو کلونو کې تقريباً ۲،۴۶ ميليارده يورو د افغانستان د ماموريت له پاره په اختيار کې ورکړي دي. همدا راز د آلمان د خوراک او کرهنې وزارت هم په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې ۳۳ میليونه يورو مصرف کړي دي.

د آلمان د استخباراتي ادارې لګښتونه بيا محرم درجه بندي شوي دي او په دې اړه هیڅ معلومات نه دي ورکړل شوي. د آلمان د حکومت په دې اړه ويلي: «د اړوندو معلوماتو په ډاګه کول به د استخباراتي ادارې پر کار ډېر اغیز وکړي چې دا به بيا د آلمان امنيت په خطر کې واچوي او یا کيدای شي ګټو ته يې سخت زيان ورسوي.»

ب. ص/ ن. ز (DPA)

زموږ له آرشيف څخه: