1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

میرکل: ډيري سختي ورځي په مخکي لرو

۱۳۹۹ آبان ۶, سه‌شنبه

په کرونا د اخته کیدونکو کسانو تعداد په جرمني کي هم مخ پر لوړیدو دی او صدراعظمي ميرکل په دې اړه اندېښنه ښوولې ده. اوس د سختو قیوداتو له وضع کولو څخه خبري کیږي. ځینيس یاستوال خو حتی یوه اوونۍ د مطلقو قیوداتو وضع کول غواړي.

https://p.dw.com/p/3kUz9
Kabinettssitzung l 21. Oktober 2020
انځور: Markus Schreiber/dpa/picture-alliance

د «بیلډ» په نامه المانۍ ورځپاڼي په حواله صدراعظمي انګیلا میرکل په هغه ویدیويي کنفرانس کي چي د یکشنبې په ماښام يې د ایالتونو د مسیحي دیموکراټانو له مشرانو سره دایر کړی وو، خبرداری ورکړ چي: «ډیري سختي ورځي به په مخکي ولرو.» میرکل په کرونا د ډيرو کسانو د اخته کیدو اټکل کوي او داسي گڼي چي د ۲۰۲۱ م کال تر فبرورۍ میاشتي پوري به دباندي د غټو محفلونو او مجلسونو دایریدل نور ممکن نه وي.

«نور په دې ډول سره پرمخ نسو تللای»

د راتلونکي جمعې په ورځ (د اکتوبر ۳۰ مه) د ایالتي صدراعظمانو سره پلان سوي کنفرانس ته هم د بیلډ په حواله، میرکل چنداني ښه خبر نه لري. میرکل ويلي دي چي ښه احساس نه لري او چاري نور په دې ډول سره پرمخ نسي تللای.

میرکل ټینګار کړی دی چي د په »عادي وسايلو« سره د کرونا ویروس مهار کيدای نه سي. که څه هم د مسیحي ډیموکراتانو دغي سیاستمداري د مطلق محدودیتونو د وضع کولو خبره نه ده کړې، خو خبرداری یې ورکړی دی چي په ځینو ناحیو او ښارو کي د کرونا په ارتباط د صحي تدابیرو امکانات سخت محدود سوي او سره خط ته رسیدلي دي.

رابرت کوخ انستیتوت: ۸۷۰۰۰ کسان تازه په کرونا اخته سوي

رابرت کوخ انستیتوت ویلي دي چي تیره شنبه په ۲۴ ساعتونو کي ۱۴۷۱۴کسان په کرونا اخته سوي دي. دا د کرونا ویروس د خپريدو راهیسي تر ټولو لوړ تعداد دی. همدغه انستیتوت پرون دوشنبه د ۸۶۸۵ کسانو خبر ورکړ چي نوي په کرونا اخته سوی دي.

د تیرو تجربو پراساس په یکشنبې او دوشنبې ورځو باندي نسبت نورو ورځو ته په کرونا د اخته کیدو تعداد کښته وي. دا ځکه چي د رخصتیانو په ورځو (شنبه او یکشنبه) لږ کسان ټیست کیږي. همدا یوه اوونی دمخه، تیره دوشنبه ورځ لا تر دې ډیر لږ کسان په کرونا اخته سوی وه، یعني ۴۳۲۵ کسان.

په همدې حال کي د بایرن ایالت صدراعظم مارکووس زویدر بیا د کرونا پر ضد د سختو تدابیرو د وضع کولو خبره کړې ده. په خبره یې عادي او نیمګړي تدابیر نه یوازي د کرونا د لا پراختيا مخنیوی نه کوي، بلکي هغه د اقتصاد له پاره هم ګټور نه دي.

د کرونا پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: