1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلماني کشیشانو له زرونو ماشومانو ناوړه جنسي استفاده کړې»

۱۴۰۱ خرداد ۲۴, سه‌شنبه

د یوه تحقیقاتي رپوټ پر بنسټ د آلمان په لویدیځ مونسټر ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۶۱۰ ماشومان د کشیشانو له خوا د ناوړه جنسي استفادې ښکار شوي دي. خو د څیړونکو په نظر اصلي شمیرې تر دې ۱۰ برابره زیاتې دي.

https://p.dw.com/p/4Ch02
Missbrauch in der katholischen Kirche, Symbolbild
انځور: Jochen Lübke/picture alliance/dpa

د مونسټر پوهنتون دغه څیړنیز رپوټ د آلمان په کاتولیکو کلیساګانو کې دننه د پادریانو (کشیشانو) له خوا له ناوړه جنسي استفادې څخه د ماشومانو د ژغورنې په هکله د خپرو شوو رپوټونو د لړۍ وروستۍ هغه یي ده چې پایلې یې د دوشنبې په ورځ خپرې شوي دي.

څیړونکي په دې باور دي چې کیدای شي اصلي شمیرې تر دې لس چنده زیاتې وي، ځکه ډیری موارد لا هم پټ ساتل کیږي.

په رپوټ کې څه دي؟

څیړونکو تر دوو کلونو پلټنو او څیړنو وروسته دغه رپوټ چمتو کړی دی. د څیړونکو دغه ټیم د مونسټر د کاتولیک اسقف په امر تشکیل شوی و. دغې تحقیقاتې ډلې له ۱۹۴۵ څخه تر ۲۰۲۰م کاله پورې په کلیسا کې د ناوړه جنسي استفادې پيښو په اړه پلټنې کړي دي.

د پلټنو پرمهال معلومه شوې ده چې د ۷۵ کلونو په جریان کې د کشیشانو له خوا د جنسي استفادې ښکار شوو لږ تر لږه ۶۱۰ تنو قربانیانو خپل شکایتونه ثبت کړي دي.

خو څیړونکي وایي چې د شکایتونو د ثبتولو په برخه کې د موجودو خنډونو او بدنامۍ له ویرې د اغیزمنو شوو اصلي شمیر کیدای شي څو چنده زیات وي.

د څیړونکو په حواله د جنسي ناوړه استفادې ډیری ښکار شوو کسانو عمرونه د ۱۰ او ۱۴ کلونو ترمنځ و او یوازې په مونسټر کې د کاتولیک کلیسا د اسقف تر کنترول لاندې ولسوالۍ کې د یوه اټکل له مخې لږ تر لږه له ۵ زره تر ۶ زره کسان د جنسي ناوړه استفادې ښکار شوي دي.

د پوهنتون له خوا د خپاره شوي مطبوعاتي اعلامیې په اساس «په اغیزمن شوو کې ۳ پر څلورمه برخه یې هلکان او یو پر څلورمه برخه یي نجونې وې. دغه اغیزمن شوي کسان د هغو نجونو او هلکانو په وسیله چې د پادریانو همکاران ول کلیسا ته راوستل شوي او هلته ترينه کشیشانو په ډیرې خاموشۍ سره ناوړه استفاده کړې ده.»

Missbrauch in der Kirche Flash-Galerie
انځور: AP

مسئول څوک دی؟

له څیړنو څخه معلومه شوې ده چې د کلیسا مسئولین له تیرو ۷۵ کلونو راهیسې د جنسي ناوړه استفادې پر پيښو د پردې اچولو کوښښ کوي. د مونسټر د اسقف تر کنترول لاندې دې سیمه کې له ۱۹۴۵م کال راهیسې شاوخوا ۱۹۶ کشیشان په دې پيښو کې ښکیل بلل شوي دي.

د څیړنو په اساس مجرم ګڼل شوي اکثره کشیشان له خپلو مذهبي خدماتو څخه نه دي لیري کړای شوي، بلکې یوازې یوې بلې کلیسا ته بدل شوي دي.

له څیړنو څخه دا هم جوته شوې ده چې له ۱۹۴۷م کال څخه تر ۲۰۰۸م کاله پورې د مونسټر په دې سیمه کې ۴ تنه اُسقفان د مشرانو په توګه پریکړه کولو کې په بشپړ ډول ناکامه شوي و، په داسې حال کې چې په ۲۰۰۸م کال کې په دې دندې ګمارل شوي اُسقف فیلکس ګین، هم په لومړیو کې د مجرمینو پر ضد ډیر سست اقدامات وکړل.

د یادونې وړ ده چې په آلمان کې د کشیشانو د کنفرانس له خوا په ۲۰۱۸ کال کې شوې یوې څیړنې په اساس په آلمان کې د ۱۹۴۶م او ۲۰۱۴م کلونو ترمنځ موده کې تر ۱۶۰۰ ډیرو کشیشانو له تر ۳۶۰۰ ډیرو کم عمره ماشومانو څخه ناوړه جنسي استفاده کړې وه.

د ناوړه جنسي استفادې د پيښو له کبله په دې وروستیو کلونو کې د کاتولیک کلیساو پر ضد نارضایتۍ ډیرې شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.خ. ح