1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو د حضور دفاع وکړه

۱۳۹۹ اسفند ۱۵, جمعه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير ويلي دي چي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو له شتون پرته به طالبان خبرو اترو ته هم چمتو نه سي.

https://p.dw.com/p/3qEmC
Afghanistan Bundeswehr-Soldat in Mazar-i-Sharif
په مزار شريف کي يو آلمانی عسکرانځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو له شتون څخه په دفاع کي ويلي دي چي د مذاکراتو د جاري ساتلو له پاره دا اړينه ده. نوموړي له نړيوالې ټولني څخه هم غوښتنه وکړه چي له افغانستان څخه دي بهرني ځواکونه په غيرمسؤلانه او تر وخت مخکي نه باسي. د هغه په وينا دا ځکه چي دا و طالبانو ته د لوبه په لاس ورکولو معنی لرلای سي.

هايکو ماس د آلمان مرکزي پارلمان بندستاګ ته د وينا پر وخت وويل: «د بهرنیو ځواکونو حضور زموږ له ټولو هغو مهمو اضافي قوتونو څخه يو دی. له دغه نړیوال فشار پرته به طالبان په جدي توګه د سياسي حل له پاره کار و نه کړي. که موږ د عسکرو په ايستلو کي عجله وکړه نو به له داسي ګواښ سره مخامخ سو چي طالبان به د مذاکراتو د جاري ساتلو پر ځای د جنګ په ډګر کي د حل موندلو تلاښ پېل کړي.»

د آلمان پارلمان بايد پر دې فيصله وکړي چي ايا د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ تر ۳۱مې پوري په افغانستان کي د خپلو عسکرو ماموريت تمديد کړي او که نه. په افغانستان کي د آلماني عسکرو د حضور اوسنی ميعاد د روانې مارچ مياشتي په آخره کي پای ته رسيدونکی دی.

په مخکي لار نوره له ګواښونو ډکه ده

د آلمان په پارلمان بندستاګ کي اکثريت ولسي استازي په افغانستان کي د آلماني عسکرو د ماموريت د تمديد ملاتړي دي. د پنجشنبې په ورځ په بندستاګ کي د بحث پر وخت د اپوزيسيون ګوندونو (AfD) او کيڼ ګوند په سمدلاسه توګه له افغانستان څخه د آلماني عسکرو د راايستلو غوښتنه وکړه.

د ليبرال ګوند مشر اينټن فرائيزين وويل: «د آلمان دفاع په هندو کش کې نه سي کيدلای، بلکي بايد د آلمان دفاع په برانډنبورګ (برلين) کې وسي.»

آ./ا.ا./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: