1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ولې د اتومي‌ وسلو د منع کولو نوی تړون ردوي؟

۱۳۹۹ بهمن ۳, جمعه

د جنورۍ په ۲۲مه د اتومي وسلو د بندولو نوی تړون پلی کيږي چې ۵۱ هېوادونو هغه منظور کړی دی.‌ خو آلمان پکې ولې کډون نه لري؟

https://p.dw.com/p/3oHop
USA Demo zur Unterstützung des Atomwaffenverbotsvertrags in New York
په تېرو څو کلونو کې د اتومي بې وسلو کولو بهير په ټپه ولاړ دیانځور: Clare Conboy/ICAN

د اتومي‌ وسلو د مخالفينو له پاره د جنورۍ ۲۲مه يوه تاريخي ورځ ده. د اتومي‌ وسلو د بندولو تړون چې په ۲۰۱۷ کال کې د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ رامنځ ته شو،‌ اوس پلی کيږي. هغه د تړون امضا کوونکي هېوادونه له دې څخه منع کوي چې اتومي وسلې توليد کړي،‌ ويې ساتي، ويې پلوري او ويې کاروي.

د اتومي‌ وسلو د لېرې کولو او له منځه وړلو کمپاين «آی سي‌ ای ان» دغه تړون «يوه لويه راسته راوړنه»‌ بولي. لېو هوفمان-اکستهېلم چې د دغه کمپاين يو استازی په بروکسل کې دی، دويچه ويله ته ويلي‌ دي چې اوس «په هغو اتومي وسلې لرونکو هېوادونو باندې لا ډېر فشار وراديږي چې د اتومي بې وسلې کولو پخوانۍ ژمنې دې عملي‌ هم کړي.» دغه کمپاين په ۲۰۱۷ کال کې د اتومي‌ وسلو ضد هلو ځلو له کبله د نوبل د سولې جايزه هم تر لاسه کړې ده.

د اتومي‌ بې وسلې کولو بهير په ټپه ولاړ دی

په تېرو څو کلونو کې د اتومي بې وسلو کولو بهير په ټپه ولاړ دی.‌ په ټوله نړۍ کې تقريبا ۱۳۴۰۰ دغسې وسلې شتون لري‌ چې ۹۰ سلنه يې د امريکا متحده آيالاتو او روسيې په لاس کې دي. سربېره پر دې چين، فرانسه، بريتانيا، پاکستان، هند، شمالي کوريا او اسرائيل هم اتومي وسلې لري. اوسمهال ډېر اتومي طاقتونه په دې پانګونې کوي چې خپلې اتومي وسلې عصري‌ او لا غښتلې کړي. د بې وسلې کولو پر ځای عصريتوب - خو ډېرو غيراتومي هېوادونو ته دغه حالت د زغملو وړ نه وو. هغوی په ملګرو ملتونو کې د اتومي‌ وسلو د ردولو او منع کولو په هکله مذاکرات سره وکړل چې د ۲۰۱۷ کال په جولای کې ۱۲۲ هېوادونو دغه تړون په نيو يارک کې رامنځ ته کړ. اوس چې ۵۱ هېوادونو دغه تړون منظور کړی دی،‌ نو هغه پلي‌ کېدای هم شي.

US Atomrakete
​​​​​​په تېرو څو کلونو کې د اتومي بې وسلو کولو بهير په ټپه ولاړ دیانځور: picture-alliance/AP Photo/C. Riedel

اتومي طاقتونه ورڅخه انکار کوي

دغه تړون تر اوسه پورې په تېره د افريقا، لاتينې امريکې او آسيا ډېرو هېوادونو  لاسليک کړی دی. خو له اروپا او اروپايي اتحاديې څخه یوازې اتريش، ايرلنډ او مالتا ورسره يو ځای شوي دي.‌ اتومي طاقتونه دغه تړون په کلکه ردوي. عين خبره د ناټو پر ۳۰ غړو هېوادونو پورې صدق کوي چې د حيرانتيا خبره هم نه ده، ځکه چې اتومي وسلې د اتلانتيک د دواړو غاړو د يادې ټلوالې له پاره حياتي ارزښت لري.‌ ناټو د ۲۰۲۰ کال د دسمبر په ۲۰مه وويل چې «تر څو چې اتومي‌ وسلې موجودې وي،‌ به ناټو يوه اتومي ټلواله هم پاتې وي.» دا چې د اتومي وسلو د بندولو او منع کولو خبره يوازې د تړون پر غړو هېوادونو پورې اړه لري،‌ نو ناټو د ځان له پاره اوس کوم مکلفيت نه ويني.

آلمان هم له تړون څخه فاصله نيسي

دغه نظر د آلمان حکومت هم لري چې د نورو د وېرولو له پاره د آلمان په خاوره کې امريکايي اتومي بمونه ساتي. د ناټو دغه مفکوره «اتومي شراکت» بلل کيږي.‌ د اټکل له مخې ۲۰ امريکايي اتومي بمونه د آلمان په سويل لويديځ کې د راينلند فلڅ په بيوشل نومې هوايي اډه کې ساتل کيږي. له دې کبله د آلمان حکومت د اتومي وسلو د ممانعت تړون ردوي. د آلمان حکومتي وياند، شتېفن زايبرت د آلمان دريځ د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر کې څرګند کړ او ويې ويل چې ځينې هېوادونه اتومي‌ وسلې تر اوسه پورې د پوځي مخامختيا يوه وسيله ګڼي. د هغه په خبره «تر څو چې داسې وي او آلمان او اروپا ته دغه ګواښ هم متوجه وي، زموږ په نظر د دې اړتيا شته چې د اتومي وېرونې وړتيا وساتل شي.»

نينا وېرک هويزر/ن ص/ ا ا

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: