1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا په کچه اکثریت مهاجر په آلمان کې د پناه غوښتنه کوي

۱۴۰۰ دی ۱۳, دوشنبه

یوې آلمانې ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې ډيري پناه غوښتونکي چې تیر کال یي په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده په هغو هیوادونو کې چې د اروپا په بهرنیو سرحدونو کې موقعیت لري، ثبت شوي نه دي.

https://p.dw.com/p/4555B
Deutschland Erding | Flüchtlinge müssen Fingerabdrücke abgeben
انځور: Armin Weigel/dpa/picture alliance

د دوبلین د مقرراتو په اساس د اروپایي اتحاديې هر غړي هیواد ته چې پناه غوښتونکي ورته لومړی داخلیږي باید هم هغه هیواد یي د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو ته رسیدګي وکړي. خو ډیري پناه غوښتونکي چې آلمان ته داخلیږي، د اروپایي اتحادیي په نورو غړو هیوادونو کې نه ثبتیږي.

د «ولټ ام زونټاګ» ورځپاڼې د آلمان د مهاجرت فدرالي ادارې د ارقامو په اساس رپوټ ورکړی دی چې ۵۳ سلنه د هغو پناه غوښتونکو چې تر ۱۴ کلنې پورته عمرونه لري او په تیرو ۱۱ میاشتو کې یې په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده، د اروپايي اتحادیي په ډیټابیس کې یې د ګوتو نښانونه نه دي ثبت شوي.

د دغه رپوټ پر بنسټ، په آلمان کې د ۷۴۸۳۷ تنو د ګوتو نښانونه د اروپایي اتحادیي د معلوماتو بانک (ډیټابیس) له معلوماتو سره مقایسه شوي دي چې له دې جملې څخه ۳۵۲۴۵ تنه یي مخکې تر دې د اروپايي اتحادیي په نورو هیوادونو کې ثبت شوي دي.

په تیرو یولسو میاشتو (له جنورۍ تر نومبره) د ماشومانو په ګډون په مجموع کې ۱۷۲۳۷۰ تنو په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده.

په اروپايي اتحادیه کې د ګوتو نښان ثبتولو سیستم (Eurodac) په ۲۰۰۳م کال کې رامنځته شو، څو د اروپايي اتحادیي په غړو هیوادونو کې د پناه غوښتونکو د پیژندنې په موخه د دوی د ګوتو نښان ثبت شي، ځکه اکثره پناه غوښتونکي د هویت اسناد له ځان سره نه لري.

اروپا ته د ننوتلو پر مهال د پناه غوښتنلیک ثبتول

د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې معلومات ښیې چې ډیري پناه غوښتونکي اروپا ته د داخلیدو پر مهال د یونان، ایټالیا، پولنډ یا لتوانیا په څیر هیوادونو کې د پناه غوښتنلیک نه وړاندې کوي. دغه هیوادونه د اروپایي اتحادیې په بهرنیو سرحدونو کې موقعیت لري.

د «دوبلین۳» په نامه مقرراتو په اساس په هغه هیواد کې چې پناه غوښتونکي یې له لارې په لومړني سر کې اروپایي اتحادیي ته داخلیږي، باید د دغو پناه غوښتونکو نومونه ثبت او د دوی د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو ته رسیدګي وکړي. د دې مقررې یو هدف دا دی چې په اروپایي اتحادیي په غړو هیوادونو کې په تکراري ډول د دغو پناه غوښتونکو د ثبت نام مخه ونیوله شي.

سره له دې چې د اروپايي اتحادیی ختیځ او سویلي هیوادونه په شوک کې دي چې پناه غوښتونکو ته د رسیدګۍ اصلي بوج د دوی په غاړه دی، ډیر شمیر پناه غوښتونکي غواړي چې د اروپا په شتمنو لویدیځو او شمالي هیوادونو کې د پناه غوښتنه وکړي.

له هغه ځایه چې ډیري پناه غوښتونکي د اروپايي اتحادیي د هیوادونو ترمنځ په ګردش کې دي او اکثره پناه غوښتونکي هغو هیوادونو ته نه ستنیږي چې په لومړي سر کې ورته داخل شوي دي، ډیر انتقادونه موجود دي چې د دوبلین مقرارات سم کار نه ورکوي.

دا چې آلمان د اروپايي اتحاديې په بهرني سرحد کې موقعیت نه لري، په اصل کې باید په دغه هیواد کې د پناه غوښتونکو شمیر د هغو هیوادونو په پرتله چې د اروپا په بهرنیو سرحدونو کې موقعیت لري ډیر کم وي.

په آلمان کې د پناه غوښتنلیکونو لوړ شمیر

د اروپایي اتحاديې د ارقامو ادارې (یوروستات) معلومات ښيې چې تیر کال په اروپایي اتحادیه کې د پناه غوښتنلیکونو ۲۸،۴ سلنه یې په آلمان کې ثبت شوي دي. ۲۰ سلنه نور یې په فرانسه، ۱۱ سلنه یي په هسپانیه او ۸ سلنو یې په ایټالیا کې د پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي.

د آلمان د دیموکرات مسیحي ګوند پارلماني استازی الکساندر تروم، وایي چې دغه ارقام پر دې دلالت کوي چې د دوبلین سیستم کار نه ورکوي.

نوموړي د «ولټ ام زونټاګ» ورځپاڼې ته ویلي دي چې د پناه غوښتونکو ثبت او بیرته ستنول د اروپايي اتحادیي د پناهندګۍ سیستم اساسي قاعده ده. هغه د آلمان له نوي حکومته وغوښتل چې د دوبلین قاعده دې په ښه توګه تطبیق او عملي کړي.

دویچه ویله: ش.ن/ ب.ص