1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د راتلونکي حکومت له پاره د درو ګوندونو ائتلاف

۱۴۰۰ آذر ۴, پنجشنبه

سوسیال دیموکرات، زرغون او لبرال دیموکرات ګوندونه پر یوه ائتلاف توافق ته رسیدلي دي. په دغه ۱۷۷ مخیز سند کې پر نورو سربیره د وزارتونو ویش، تر ۲۰۳۰م کاله پورې له بدیلي انرژۍ څخه استفاده او نور موارد شامل دي.

https://p.dw.com/p/43SGs
Koalitionsgespräche zwischen SPD, Grünen und FDP in Berlin
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د چهارشنبې په مازیګر د سوسیال دیموکرات، زرغون او لبرال دیموکرات ائتلافي ګوندونو مشران د خبریالانو پر وړاندې راڅرګند شول او اعلان یې وکړ چې د یوه ائتلاف له پاره یې مذاکرات پای ته رسیدلي دي او د اولاف شولتڅ په صدراعظمۍ د راتلونکي ائتلافي حکومت جوړیدو ته لاره هواره شوې ده.

د ائتلاف د قرارداد سند تر مطبوعاتي کنفرانس دمخه د رسنیو په اختیار کې ورکړل شوی وو.

د آلمان راتلونکي صدراعظم اولاف شولتڅ لومړی په خپلو څرګندونو کې د هیواد په کچه د کرونا معضله «ډیره جدي» وبلله او ویې ویل چې د درې ګوندي ائتلاف دې پایلې ته رسیدلی دی چې د کرونا د خپریدو د مخنیوي له پاره د تداوۍ او زړو خلکو د ساتنو مرکزونو کې باید د کرونا ضد واکسین اجباري شي.

اولاف شولتڅ په خپلو څرګندونو کې وویل چې پر روغتیا پالو باندې د کار د ځانګړي فشار له کبله هغوی ته یو ځل بیا مکافات ورکول کیږي. هغه وویل چې درې ائتلافي ګوندونه د یو میلیارد اضافي بودجې پر سر توافق ته رسیدلي دي څو په ګډه وتوانیږو د کرونا دا څلورمه څپه تر شا پریږدو.

د درو ګوندونو د قرارداد د سند محتوا

د آلمان د راتلونکي ائتلافي حکومت د جوړیدو له پاره د درو ګوندونو ۱۷۷ مخیز سند کې یو شمیر طرحې او تفاهمنامې دې، چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

تر ۲۰۳۰م کال کاله پورې آلمان د اړتیا وړ بریښنا ۸۰ سلنه د بدیلي انرژۍ له لارې ترلاسه کړي. تر دې دمخه په دغه موده کې دغه څه ۶۵ سلنه ته رسیدل. همداشان اوس د ډبرو له سکرو څخه د انرژۍ نه ترلاسه کولو نېټه له ۲۰۳۸م کال څخه ۲۰۳۰م کال ته راټیټه شوې ده.

Albertshof, Deutschland | Windräder
انځور: Patrick Pleul/dpa/picture alliance

حد اقل لاس مزد په ساعت کې ۱۲ یورو ته پورته کیږي. د حد اقل لاس مزد خپلواکه کمیسیون به د لومړي لاس مزد تر تطبیقیدو وروسته د هغې احتمالي زیاتوالي له پاره راتلونکي ګامونه وارزوي.

ائتلافي دولت په نظر کې لري چې په کال کې د هستوګنې شا او خوا ۴۰۰ زره اپارتمانونه جوړ شي چې ۱۰۰ زره به یې د هغه خلکو له پاره ځانګړي شي چې کم عاید لري.

په پام کې ده چې د مصرفوونکو له مالي بوج څخه د بریښنا مصارف یو څه راکم شي. د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه له چاپیریال سره مناسبې بدیلي انرژۍ څخه استفاده وشي.

درې ائتلافي ګوندونه غواړي چې په بې پيلوټه الوتکو د آلمان اردو مجهزیدل ممکن کړي.

د آلمان د راتلونکي دولت وزارتونه په لاندې ډول د درو ګوندونو ترمنځ ویشل کیږي:

د آلمان سوسیال دیموکرات ګوند د صدراعظمۍ څوکۍ تر څنګ ۶ وزارتونه ترلاسه کوي: د دفاع، د جوړونې، روغتیا، کار او د ټولنیزو چارو او همداشان د اقتصادي همکاریو او پراختیا چارو وزارتونه.

زرغون ګوند ته پنځه وزارتونه په پام کې نیول شوي: د بهرنیو چارو، اقتصاد او چاپیریال ساتنې، د فامیلي، زړو خلکو، ښځو او ځوانانو چارو، د چاپیریال ساتنې، طبیعت حفاظت او د مصرفونکو حفاظت او همداشان د تغذیې او کرهڼې وزارتونه.

آزاد دیموکراتان (لبرال) څلور وزارتونه: د مالیې چارو، عدلیې، د ترانسپورت او دیجیتالي چارو او د روزنې او څیړنو چارو وزارتونه.

همداشان ویل شوي دي چې پناه غوښتونکي باید آلمان ته د خپلو کورنیو د غړو د راوستلو زیات امکان ولري او په دې بهیر کې دي آسانتیاوې رامنځ ته شي. له بل پلوه ائتلافي غړي غواړي چې آلمان ته په قانوني ډول د راتګ امکانات برابر کړي.

غه شان په سند کې راغلي دي چې د اتباعو د معلوماتو او دیجتالي معلوماتو باندې نظارت او د هغوی اړیکي د امکان تر حده تر ټولو په ټیټه کچه ذخیره شي.

ائتلافي ګوندونه دا هم په نظر کې لري چې تر ۲۰۳۰م کاله پورې په آلمان کې د برقي موټرو شمیر تر ۱۵ میلیونه لوړ شي. په دې ترتیب په پام کې ده چې د موټرو د چارج تمځایونو شمیر یوه میلیون ته لوړ شي. په دغه سند کې همداشان نور ډیر موارد شامل دي.