1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فیزر: اسلام طبعاً په آلمان پوري اړه لري

۱۴۰۰ دی ۳۰, پنجشنبه

د جرمني د داخله وزیري نانسي فیزر په خبره اسلام طبعاً په آلمان پوري اړه لري. هغې په عین حال کي د داخلي ترهگرۍ په هکله هم خپله اندیښنه څرگنده کړه. فیزر دا هم وویل چی اروپا باید قانوني مهاجرتونو ته لاره هواره کړي.

https://p.dw.com/p/45oJh
Nancy Faeser | künftige Innenministerin Deutschland
انځور: Andreas Arnold/dpa/picture alliance

فیزر د «زیود دویچه څایتونگ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼي ته د پنجشنبه په ورځ د یوې مرکې په ترڅ کي وویل چي له لسیزو راهیسي اسلام ددغي ټولني د کلتوري ژوندانه یوه برخه گرځیدلې ده.

فیزر په عین حال کي د اسلاميت د خطر په هکله »ډیره اندیښمنه« ده. د هغې په خبره «په ځینو هیوادونو لکه افغانستان کي بې ثباتي دغه ډول خطر لا پسي زیاتوي او امکان لري د ترهگرو له پاره پټنځایونه رامنځته سي.» هغې زياته کړې:«موږ باید ډیر بیداره اوسو. زه د داخلي ترهگرۍ د خطر له امله اندیښمنه یم. په راتلونکو کلونو کي به اسلامپاله د خپل بندیگرت د دورې تر پای ته رسیدو وروسته له زندانه راووځي. موږ باید اوس لا په عاجله توگه دا وڅیړو چي هغوی څومره لا د ټولنی له پاره خطرناک دي؟» 

Deutschland Hamburg | Imam-Ali-Moschee | Islamischen Zentrum
د جرمني په هامبورگ کي د امام علي مسجدانځور: Matthias Stolt/dpa/picture alliance

د مهاجرت په سیاست کي د هغې پالیسۍ ته په کتو سره نوموړي وزیري وویل: «موږ د مهاجرت یو هیواد یو او غواړو د مدغم کیدو یو ښه هیواد واوسو.» د هغې په خبره د جرمني نوی حکومت غواړي کاري مهاجرت آسانه کړي. نوموړې زياته کړې: «د بلي خوا بیا موږ دا هم غواړو چي د هغو کسانو داوطلبانه او اجباري ډول اخراج ته زمینه برابره کړو چي نه سي کولای دلته پاته سي.» نوموړې وويل چي علاوه پردې به په اوبو کي د انسانانو ډوبیدلو ته خاتمه ورکړو او د مهاجرت قانوني لاري به پرانیزو. جرمني او فرانسه کولای سي د یوه « په خپل خوښه ائتلاف» له لاري مخ ته ولاړ سي. هغې په خپلو خبرو کې وويل: «زه هیله لرم چي د ایټالیا او هسپانیې په ډول هیوادونه به هم دغه ډول تگلاره تعقیب کړي.»    

فیزر د خپلو خبرو په ادامه وایی چي: د کار بازار « په پراخه پیمانه» مهاجرتونو ته اړتیا لري. خو سهمیې یوازي په لا ډیر مهاجرت پوري اړه نه پيدا کوي. هغې وویل: «زه غواړم اصلي هیوادونو ته زیگنال ورکړم چي هغوی څرنگه خپل اتباع د اروپایی ټولنی له هیوادونو څخه بیرته مني، او ددې کار په مقابل کی به موږ په اروپایی ټولنه کي د قانوني مهاجرو له پاره سهمیې رامنځته کړو.»

GP/BS/AG