1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د قانون حاکميتاروپا

د جرمني څخه غلا سوي بایسکلونه څنګه اوکراین ته رسیږي

۱۴۰۰ مرداد ۱۰, یکشنبه

هر کال په جرمني کي په سلونو زره بایسکلونه غلا کیږي، چي په منځ کي يې ډیر قیمتي او برقي هم وي. د هغوی اکثره وروسته په اوکراین کي راښکاره کیږي. خو څنګه ترهغه ځایه پوري رسیږي؟

https://p.dw.com/p/3yNxT
Fahrraddiebstahl Bolzenschneider
انځور: picture-alliance/dpa/F. Gentsch

دویچه ویلي په جرمني کي د بایسکلانو د غلا موضوع تعقیب کړې او دغه رپوټ یې ورباندي جوړ کړی دی.

د برلین څخه په مستعار نوم یوې ښځي، انه د خپل سور نوي برقي بایسکل څخه لا ډیر خوند اخیستی نه ؤ، چي ورڅخه غلا سو. هغې خپل دغه بایسکل د ۲۰۲۰ م کال په جنورۍ کي په ۲۶۰۰ یورو اخیستی او همیشه به یې د حفاظت پخاطر لاندي د بایسکلانو د دریدو په ځای کي دراوه. خو پر دې سربیره هغه اوه میاشتي وروسته ورڅخه غلا سو. انه پولیسو ته هم خبر ورکړ.

د جرمني د جنايي ادارې (BKA) په حواله یوازي پروسږکال په دغه هیواد کي د تقریبأ ۲۰۰ میلیونه یورو په ارزښت تر ۲۶۰ زره اضافه بایسکلان غلا سوي دي. دا هغه غلا سوي بایسکلان دي، چي د جنايي پولیسو سره راجستر سوي دي او هغه چي هیڅ اطلاع یې نده ورکول سوې، که پکښي حساب سي، په مراتبو سره تر دې ډیریږي.

د یادولو وړ ده، چي د دغو بایسکلانو نیمايي یې بیمه وه او مالکان یې کولای سي، د بیمې څخه تاوان واخلي. د جرمني د بیمو د یوې اتحادیې، GDV په حواله اوس په مخ پر ډیریدونکي ډول سره قیمتي او برقی بایسکلان ډیر غلا کیږي او دا یې بیمې ته سخت تاوان رسوي. د بیمې په خبره اوس دوی په متوسط ډول د یوه غلا سوي بایسکل دپاره ۷۳۰ یورو تاوان ورکوي، پداسي حال کي چي لس کاله دمخه یې لا ۴۰۰ یورو تاوان ورکاوه.

Fahrraddiebstahl in Deutschland und Schmuggel in die Ukraine | Elektrofahrrad, Preis
انځور: Anna Savchuk/DW

د جرمني د جنايي پولیسو او دغي بیمې ارقام ښکاره کوي، چي اکثره بایسکلان په بندري ښارونو، هامبورګ او بریمن او هم د آلمان په شرقي ښارونو لکه برلین، براندنبورګ او زاکسن کي غلا کیږي. خو په جرمني کي هغوی ډیر لږ بیرته پیدا کیږي. د پولیسو په حواله په دغه هیواد کي په ۲۰۲۰ م کال کي فقط لس فیصده غلا سوي بایسکلان پیدا سوي دي. غلا سوي نسبتاً د مناسب قیمت بایسکلان په جرمني کي اکثره په انترنیت او یا زړو مالونو د خرڅلاو په بازار کي عرضه کیږي.

خو بیا برعکس قیمتي او برقي بایسکلان پرزه کیږي او یا هم همداسي تیار خرڅیږي. خو څنګه چي هر بایسکل پر میله باندي یو نمبر لري او د غلا په صورت کي هغه بیا د پولیسو سره ثبتیږي، نو د اروپايي ټولني په هره برخه کي ممکنه ده، هغه پیدا سی. ځکه نو غله کوښښ کوي، چي هغه د ټولني څخه وباسي او بل هیواد ته یې انتقال کړي.

د سرحد څخه د تیریدو پر مهال طبعاً پولیس کولای سي، د بایسکلانو نمبرونه وګوري، خو هلته هم ټوله بایسکلان نه کتل کیږي او یوازي امتحاني یو څو عرادې کنټرولیږي.

Ukraine Kiew | Fahrräder aus Deutschland
انځور: Mykola Berdnyk/DW

غلا سوي بایسکلونه چیري ځي؟

د اوکراین د معلوماتو پراساس دویچه ویله ته څرګنده سوه، چي د انه غلا سوی برقي بایسکل د اوکراین د «دنیپرو» ښار ته رسیدلی دی. ولود یمیر، چي د اوکراین په دغه مرکزی ښار کي ژوند کوي، د ۲۰۲۰ م کال په مني کي یې دغه بایسکل د یوه دوکان څخه رانیولی ؤ. دی واي، «بلې هو ما دغه بایسکل په ۸۰۰ یورو رانیوی.» دوکاندار هم منلې ده، چي دغه بایسکل د جرمني څخه ور وړل سوی دی.

ولود یمیر وايي، چي دوکاندار ماته د بایسکل اسناد رانکړه او فقط د پیسو یو رسید یې راکړ. هغه ماته مهمه هم نه وه، ځکه دا یو نوی بایسکل نه ؤ، چي ما یې اسناد غوښتي وای.

دویچه ویله د ولودیمیر لخوا ورښوول سوي دوکان سره په تماس کي سوه او هغوی یې په جواب کي ورته ویلي، چي دا «ټوله د جرمني زاړه بایسکلان دي» او د رانیولو په صورت کي هر یوه ته سند ورکول کیږي.

مګر د دویچه ویله دا غوښتنه، چي خپله دغه اعا په اثبات ورسوي او یا یې اسناد ورښکاره کړي، دوکاندار رد کړه. دوکاندار ټینګار وکړ، چي هغوی بایسکلان پخپله نه راواردوي، بلکه د انلاین له لاري او یا یې هم د شخصي افرادو څخه یې رانیسي.