1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نجونو ښوونځيو د تړل کېدو دوام، پر طالبانو فشارونه ډېریږي

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ تیر ۳۱, جمعه

د افغانستان په ختیځ کې یو شمېر قومي مشرانو یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له شپږم ټولکي پورته د نجونو ښوونځي دې پرانیزي. حامد کرزي هم له دغه دریځه ملاتړ کړی، خو طالبان ولې پر خپل دریځ کلک ولاړ دي؟

https://p.dw.com/p/4EWcb
Afghanistan I Höhere Schulbildung für Mädchen nur noch in Mazar-i-Sharif
انځور: Sayed Khodaiberdi Sadat/AA/picture alliance

په کونړ ولایت کې یوشمېر قومي مشرانو او دیني عالمانو د یوې ستري غونډې پرمهال ویلي، زده کړې د افغان ښځو او نجونو بنسټیز حق دی چې هیڅوک یې باید ترې بې برخې نه کړي.

یوه قومي مشر ولی الله د غونډې ګډونوالو ته په وینا کې وویل: «د فساد د ختمېدو په نوم باندې دې د ټول ملک دغه وګړي بې تعلیمه نه ګرځوي، ځکه موږ زنانه ډاکټرې ته ضرورت لرو.»

سبا صافۍ چې خپلې دوه لوڼې یې په ښوونځې کې وې، خو له څه باندې درې سوو ورځو پر کور ناستې دي.

دا مور چې په خپله ښوونکې هم ده دویچه ویله ته وايي: «زه په ډېر بد حالت کې ژوند کوم، همیشه په دې فکر کې یم چې زما د اولادونو ژوند به څنګه کیږي، که دوی د درس او مکتب نه لرې اوسیږي، که دوی څه زده نه کړي د دوی سرنوشت به څنګه کیږي؟»

هاخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي په ختیځ کې د ولسي مشرانو او دیني عالمانو له دې غوښتنې ټینګ هرکلی کړی. د ښاغلي کرزي له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: »پخوانی جمهور رئیس د هیواد ترقي او آبادي د نجونو او هلکانو په تعلیم پورې تړلې بولي او له اسلامی سرپرست حکومت نه غواړي چې په دې اړه د هېواد د علماوو او مشرانو ږغ ته احترام وکړي او د نجونو ښوونځي بیرته پرانیزي.»

په ختیځ کې قومي مشرانو ټینګار کړی دی چې د طالبانو حکومت د رسمیت پیژندنې پروړاندې یو ستر خنډ د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل کېدل هم دی.

طالبانو په ډېره غوڅه توګه نه ده روښانه کړې چې تر شپږم ټولګي پورته نجونو د ښوونځیو د تړلو له دوامه څه غواړي، خو په دې برخه کې یې تل د یوې ټولیزې طرحې د جوړولو خبره کړې.

خو اساسه پوښتنه داده چې د ملي او نړېوالو فشارونو سربیره ولې بیا هم طالبان د نجونو پرمخ تر شپږم پورته ټولګيو ښوونځي تړلي ساتي.

په ترکیه کې یوه افغان کارپوه ډاکټر هاشم دانش یې په اړه دویچه ویله ته وویل: «امریکا شل کاله په افغانستان کې جګړه وکړه اوس چې شل کاله وروسته د ټولو تلفاتو او مصارفو باوجود له افغانستانه وځي او د مملکت سرنویشت داسې چاته ورپریږدي چې هغوی د ښځو حقونو، د بیان او رسنیو په آزادۍ هیڅ باور نه لري او طالبان قصدا غواړي دغه فشار پر امریکا واچوي او د نړۍ په اذهانو کې د امریکا پرستیژ ته ضربه وارده کړي، چې دقیقا امریکا دا ضربه لېدلې هم ده.»

امریکا، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې د نجونو ښوونځیو ته اجازه ورکړي. څه موده وړاندې نړېوال بانک د طالبانو د دغه اقدام له امله د خپلو دوو پراختیايي پروژو کارونه ځنډولي دي.