1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سور صليب: د ګوانتانامو زندانيان د چټکې زړېدنې نخښي ښيي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲, شنبه

د سره صليب د نړيوالې کمېټې يو لوړ پوړي کار کوونکې ويلي دي چې د ګوانتانامو زندانيان د چټک زړېدو نخښي ښيي. دغه زندان کې دېرش کسان لا زنداني دي.

https://p.dw.com/p/4QR5G
Militärgefängnis I Guantanamo
د گوانتانامو د زندان آرشيف انځورانځور: T. McCoy/U.S. Navy/Getty Images

د امريکا په متحده ايالاتو او کاناډا کې د سره صليب د ډلې مشر، پاتريک هېميلتن د ګوانتانامو زندان د زندانيانو د ستونزو په هکله ويلي دي: «موږ د امريکا متحده ايالاتو پر اداره او کانګريس ږغ کوو چې په ګډه پر دې کار وکړي چې دغو ستونزو ته دومداره حل پيدا کړي.»

هېميلتن زياته کړېده: «پر دغه بايد چې د لومړيتوب په توګه اقدام وشي.»

د هيميلتن دغه تبصره له هغه څخه وروسته راغلې چې هغه پلسه شلو کالو څخه د ګوانتانامو له زندان څخه ليدنه وکړه. هغه ويلي دي چې کله چې يې په دغه زندان کې تر اوسه لا د قيد کسانو حالت وليد نو يې ټکان وخوړ. هغه وايي چې دغه زندانيان د اوږد قيد له کبله «تر اندازې د چټک زړښت نخښي» ښيي.

دغه هم ولولئ:  بايدن غواړي چې د ګوانتانامو زندان وتړي

د سره صليب دغه استازي ږغ کړی دی چې د ګوانتانامو زندانيانو ته دې بهتره او وړ رواني او فيزيکي طبي مراقبت ورکړل شي او ورته اجازه دې ورکړله شي چې د کورنيو سره يې تماس نېونه زياته شي.

د امريکا د متحده ايالاتو د دفاعي چارو وزارت پنتاګون ويلي دي چې «دمګړی د دغه راپور کتنه کوي».

د ګوانتانامو کېمپ په ۲۰۰۲ کال د هغه وخت د جمهوري غوښتونکي ولسمشر جورج ډبليو بوش په امر جوړ کړل شو. په دغه زندان کې د ۲۰۰۱ کال د ترهګرو بريدونو باندني شکمن ترهګر ساتل کيږي. په دغو ترهګرو بريدونو کې تقريبا ۳۰۰۰ انسانان وژل شوي ول.

د ګوانتانامو زندان «د ترهګرۍ ضد» د امريکا متحده ايالاتو د تر حده زياتې مبارزې يو سمبول بلل کيږي. دا ځکه چې د دغه زندان سره د تحقيق طرز د زياتو نيوکو سره مل و او په هکله يې آن ويل کيږي چې په دغه زندان کې بنديان د شکنجې سره مخامخ شوي. په ۲۰۲۱ کال چې کله ولسمشر جو بايډن د ولسمشرۍ چوکۍ اشغال کړه نو په ګوانتانامو زندان کې ۴۰ زندانيان ول. د بايډن ادارې ويلي دي چې غواړي ګوانتانامو وتړي، خو تر اوسه يې د دې لپاره کوم پلان نه دی وړاندي کړی.

له دغه زندان څخه دوه پاکستاني ورونه د فبرورۍ په مياشت کې خوشي کړل شول خو ۳۰ نور کسان لا هلته زنداني دي. هيميلتن پر واشنګټن ږغ کړی دی چې د زنداني کسانو برخليک دي روښانه کړي او و بل ځای ته د هغوی د انتقال اقدام دې وکړي.

آ./ا.ا./ن.ص.