1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي اوکراین ته ددرونو وسلو د لیږلو سره مخالفت ډیریږي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۸, یکشنبه

د چپي ګوند د خارجي سیاست سیاستمدار، ګیزي د اوکراین څخه تر خپل څو ورځني سفر وروسته دغه هیواد ته د جرمني د طرفه د درنو وسلو د ورلیږلو سره مخالفت کړی دی.

https://p.dw.com/p/4AzGi
Bürgerschaftswahl Hamburg 2008 | Gregor Gysi
انځور: Arno Burgi/dpa/picture-alliance

ګریګور ګیزي تر خپل دغه څو ورځني سفر وروسته الماني خبري آژانس dpa ته وویل چي «موږ د دوهم عمومي جنګ پر مهال د ۲۷ ملیونو انسانانو د وژل کیدو مسؤلیت پرغاړه لرو، چي اکثره یې هم روسان وه» او په « دوهم قدم کي تر ټولو ډیر اوکراینیان او بیا په ترتیب سره د نورو هیوادو اتباع وژل سوي دي.»

ګیزي وايي، چي جرمني نباید د پخواني شوروي اتحاد یو جمهوریت د بل پرضد مجهز کړي. اوکراین که څه هم طبعأ ددې حق لري، چي دځان څخه دفاع وکړي او وسلې را وارد کړي. خو دا د جرمني وظیفه او صلاحیت هم ندی، چي تصمیم ونیسي، چي جنګ څنګه او به څه دول سره پایته ورسیږي. که د اوکراین حکومت وغواړي د کریملین سره یو تفاهم رامنځته او یوه سازش ته سره ورسیږي، جرمني یې نباید مخالفت وکړي او په مقابل کي یې ودریږي. ګیزي اضافه کړې چي « زه یوازي دې ته امیدواره یم، چي روسیه او اوکران د امکان تر حده پوري ژر پر یوه اوربند باندي تفاهم سره وکړي.»

ګیزی په عین حال کي د کریملین څخه هم په ښکاره الفاظو سره انتقاد وکړ او ویې ویل «ما د پوتین د رژیم سره وشکول.» هغه ټینګار وکړ، چي روسیه به د اوسني جمهوررئیس ولاد یمیر پوتین وروسته هم وجود ولري. ځکه نو دا یوه غلطي ده، چي ټوله پلونه ونړول سي.

د ګیزي په حواله هغه د خپل اوکراین د سفر پر مهال د نورو تر څنګ د پایتخت کیف او اوکراین د غربي ښار، لیویف څخه لیدنه وکړه.

د بلي خوا بیا د ښځو د حقونو طرفداره، اَلیس شوارڅر د اوکراین د جمهوررۍیس ولودیمیر زیلینسکي څخه د یوه معتدل لحن د استعمالو هیله وکړه. هغې په مونشن کي د «الیس شوارڅر» د مستند فلم د معرفي کولو پرمهال الماني خبري آژانس dpa ته وویل چي « زه متأثره یمه، چي زیلینسکي د تحریکاتو څخه لاس نه اخلي.»

هغې اضافه کړه چي که صدراعظم اولاف شولڅ د می بر نهمه کیف ته ولاړ سي، دا به «یو بې نظیره تحریک» وي. په دغه ورځ روسیه د دوهم عمومي جنګ پرمهال د نازي المان پرضد کامیابي لمانځي.

شوارڅر د څو ورځو راهیسی شولڅ ته د یوه سرخلاصي لیک په دلیل د خبرونو او رسنیو په سرخط کي راغلې ده، په کوم کي چي دا د اوکراین د جنګ د پراخیدو بیره او د درنو وسلو د لیږلو سره مخالفت د نورو روشنفکرانو سره شریکوي.

شوارڅر همدارنګه ټینګار وکړ: «زه امیدواره یمه، چي د اوکراین د طرفه یو څه نرمه لهجه واورمه.» دا وايي، چي که سړی د اوکراین د جمهوررئیس رسمي سیاست تر «یوه حده پوري تر سوال لاندي راولي» دا معنی نلري، چي څوک د دغه هیواد یا یې قربانیانو سره همدردي نلري او یا یې په مقابل کي بې تفاوته دي، بلکه خبره کاملأ «د دې برعکس» ده.

په دغه سرخلاصي خط کي چي د «ایما- Emma » په مجله کي نشر سوی او د نورو ترڅنګ مارتین والسر، یولي څې او ګرهارد پولټ هم امضأ کړی دی، اوکراین ته د وسلو د لیږلو د طرفدرانو او مخالفینو ترمنځ په جرمني کي بحثونه ډیر ګرم سوي دي. شوارڅر وايي، چي تر دغه خط وروسته بحثونه کاملأ ګرم سوي او شروع سوي دي او دا یو ښه کار دی. ځکه چي د ژوندانه د مهمو پوښتنو په باب باید سړی خبری وکړي. دغه خط پدې منځ کي تقریبأ ۲۵۰۰۰۰ کسانو امضأ کړی دی.

په عین حال کي بیا د اوکراین د جنګ په هکله په جرمني کي یوه نظر پوښتنه هم ترسره سوې ده، په دغه نظر پوښتنه کي د اوکراین پرضد د روسیې حملې ته د یوې دسیسې د تیورۍ په سترګه کتلو مفکوره ډیره پراخه سوې ده، چي تر ټولو دمخه د جرمنی د ښي اړخه عوام پاله حزب، AfD طرفداران او د کرونا واکسین مخالفین ورباندی عقیده لري.

لکه څنګه چي د RND آلمانۍ شبکې ورځپاڼي تیره پنجشنبه (د می پنځمه) د سیماس په نامه نظر سنجۍ د انستیتوت په حواله لیکلي، کوم چي دغه نظر پوښتنه یې هم تر سره کړې ده، مجموعأ یو پر پنځمه پوښتل سوي خلګ د اوکراین جنګ یوه دسیسه بولي. 

د پوښتل سوو کسانو په منځ کي د عوام پاله حزب AfD طرفدرانو ۶۰ فیصدو، د چپیانو دا ۲۶ فیصده، د لیبرالانو دا ۱۵ فیصده، د متحدو حزبو، یعني مسیحي ډیموکراټ او سوسیال مسیحي دا ۱۲ ، د حاکم سوسیال ډیموکراټانو د حزب دا تقریبأ لسو او د زرغون ګوند تقریبأ ۴ فیصده طرفدارانو د اوکراین جنګ یوه دسیسه بللې ده.