1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دينسویډن

ایران: نه د سویډن سفیر منو او نه ورته خپل سفیر استوو

۱۴۰۲ تیر ۳۱, شنبه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ستکهلم او تهران ترمنځ د دیپلوماتیکو استازو تبادله قرآن کریم ته د بې حرمتۍ مسئلې په ارتباط «مناسب غبرگون» پورې مشروط کړ او د اسلامي همکاریو سازمان شورا د رابللو غوښتنه یې وکړه.

https://p.dw.com/p/4UFy4
Libanon Beirut | Proteste gegen Koran-Schändung in Schweden
انځور: Bilal Hussein/AP/picture alliance

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د جمعې په ماښام په یوه تلویزوني مرکه کې ټینگار وکړ چې په تهران کې د سویډن د اوسني سفیر ماموریت پای ته رسیدلی دی او د نوي سفیر راتگ امکان نه لري. هغه وویل: «د ولسمشر د امر په اساس تر هغه وخته پورې چې د سویډن حکومت د اسماني کتابونو او قران کریم د حرمت ساتل کیدو له پاره اغیزمن اقدامات نه وي کړي او له هغه کس او جریانونو سره یې چې په دې وروستیو کې قران کریم ته سپکاوی کړی دی معامله نه وې کړې، مونږ به د سویډن نوی سفیر چې ټاکل شوې وه په دې راتلونکو ورځو کې تهران ته راشي ونه منو.»

امیر عبداللهیان زیاته کړه چې سویډن ته د ایران نوی سفیر هم نه استول کیږي. نوموړي اعلان وکړ چې تهران له اسلامي هیوادونو سره په اړیکه کې دی او د اسلامي همکاریو سازمان له مشر او د سعودي عربستان له سفیر سره به خبرې وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سویډني چارواکو په مخاطب کولو سره وویل: «تاسې نه شئ کولی چې د دوه میلیارده مسلمانانو عمومي افکار له پامه وغورځوئ او اعلامیه کفایت نه کوي، باید متخلف کس ونیول او محاکمه شي.»

د ایسنا خبري آژانس د رپوټ پر بنست امیر عبداللهیان د یوې تلیفوني اړیکې په ترڅ کې د اسلامي همکاریو سازمان له مشر حسین ابراهیم طه، څخه قران کریم ته د سپکاوي موضوع په ارتباط د بیړنۍ غونډې د را بللو غوښتنه کړې ده.

Schweden | Proteste - Koran Verbrennung
سلوان مومیکا په سویډن کې د عراق سفارت مخې ته د سویدن له بیرغ سرهانځور: OSCAR OLSSON/TT News Agency/AFP/Getty Images

په سویډن کې عراقي پناه غوښتونکي سلوان مومیکا، د پنجشنبې په ورځ (د جولای میاشتې ۲۰ نیته) په ستکهلم کې د عراق سفارت مخته د دویم ځل له پاره پر قران کریم، د عراق پر بیرغ او د مقتدی صدر او علي خامنه ای پر پوسترونو لغتې وکړې او تر پښو لاندې یې کړل. 

تر دغې پيښې وروسته د بغداد حکومت د سویډن سفیر احضار کړ او په عراق کې یې د ټولو سویډني شرکتونو فعالیتونه وځنډول. دوحې او ریاض هم د سویډن سفیران احضار کړل. ترکیې او اردن هم دغه اقدام د کرکې خپرول وبلل او په شدید ډول یي وغندل.

د اسلامي همکاریو سازمان، د فارس خلیج د همکاریو شورا او په مصر کې د الازهر پوهنتون هم دغه عمل غندلی دی. په بیروت کې هم د حزب الله په بلنه د سویډن د حکومت پر ضد مظاهرې وشوې.

د جمعې په ورځ په تهران کې مظاهره کونکو د سویډن سفارت مخې ته د دغه هیواد بیرغ ته اور واچوه. یو شمیر تندلارو رسنیو له سویډن سره د ایران د اړیکو د پریکولو وړاندیز کړی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا