1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کلتورافریقا

په افريقا کي د شاتو تر ټولو لرغونې کوزه وموندل شوه

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۷, جمعه

زرګونه کلونه کيږې چې انسانان له ګبین څخه ګټه اخلې. لرغون پوهان باور لري چې د يادي خبري د اثبات له پاره يې اوس تر ټولو زوړ سند موندلی دی. دا موندنه د افريقا په سويل کي شوې ده.

https://p.dw.com/p/3t6ey
Ältester direkter Nachweis für Honig-Nutzung in Afrika: 3500 Jahre alter Honigtopf gefunden
3500 Jahre alter Honigtopf: Ältester direkter Nachweis für Honig-Nutzung in Afrika
انځور: Peter Breunig/Goethe-Universität Frankfurt

په ډيراحتمال سره تر ټولو لرغوني ماده چې بشر د خوږوالې له پاره کاروله عسل یا شات دي. ډير شواهد چې ورسره نيغ او یا لرېوالې لرې د ګبین مصرف او تولید په بيلا بیلو سترو وچو کې شتون لري. د بیلګې په توګه د لرغوني مصر ځانګړي نقشونه د دغې مادې مخکې له ميلاد په ۲۶۰۰ کې له پيژندنې څخه کيسې کوي.د دغې مادې د پيدايښت نخښه د افريقا په ستره برخه چې د صحرا په سويل کې واقع ده نا پيژندل شوې پاتې وه.

د آلمان په فرانکفورت ښار کي د ګويته انستیتوت د لرغون پوهني کارپوهانو يوې ډلي د برتانيا بريستول پوهنتون د کيمياپوهانو په ملتيا په افريقا کي د شاتو په اړه  تر ټولو لرغوني شواهد پيدا کړي دي. دغه کارپوهانو له نيجر څخه يوه خاورينه کوزه يا خوم چې له ۳۵۰۰ کلونو څخه زياته لرغونتوب لري، څيړلې ده.
 

موندل شوي خومان د افریقا په لويديځ کې د (ناک) په تمدن یا کلتور پورې تړاو لري.دغه تمدن تر ټولو زیات د تراکوتا له سترو مجسمو څخه د دغي زمانې له پاتې شونو څخه پيژندل کيږي. تراکوتا د رس له خاوري له دوه رنګونو چې د اوسپنې سور رنګ ته نږدې يا زیړ ته مایل اهک څخه جوړیږې.

په دغه پروژه کې چې د آلمان د څيړنو ټولنه هم ملاتړې ده، د ګويته پوهنتون کارپوهانو ۱۲ کاله پخوا دا توکې د لرغون پيژندنې له ټولو اړخونو څيړلي دي. د هغه موضوع ګانو تر څنګ چې د دغه قوم د ژوند څرنګوالې، اقتصاد او د خوراک څښاک په هکله يوه بله ستره پوښتنه وه. لکه دا هغه ځای چې د دغه قوم د اوسیدلو جغرافیايې موقعیت ګڼل کيږې، دومره اسیدي يا تيزابي دې، چې مواد په کي په ډيرې چټکۍ سره تجزيه کيږې. تر اوسه پورې په دغه تمدن کي د خلکو د تغذې په هکله معلومات نه دي تر لاسه شوې.

دغه شکونو ته د ځواب موندلو له پاره څيړونکو پر سفالي يا خټينو خومانو باندي د رسوبونو تجزيه او ارزونه پيل کړې ده. هغوی په دې څيړنو کې چې د هغه مهال انسانانو د وحشي حيواناتو غوښې خوړلې د ګبینو د موم اثار هم موندلې دي.

دا چې د هغه مهال خلکو په دغه جغرافيه کي د مچیو له شاتو څخه کوم محصولات تر لاسه کول لا پيژندل شوي نه دي. داسی اټکل کيږې چې هغوی په کوزو کې شات له ګبين څخه په تودوښه يا حرارت ورکولو سره جلا کول. په بل احتمال له دغه خومانو څخه ګټه اخيستل د مچيو کندو په توګه دي.

آ./ح.ح./ا.ا.