1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

«په چین او سویلي افریقا کې د کرونا جعلي واکسین نیول شوي»

۱۳۹۹ اسفند ۱۵, جمعه

د نړیوال پولیسو یا انټر پول د همغږۍ ادارې ویلي چې په سویلي افریقا کې پولیسو په سونو د کرونا جعلي واکسین کشف او په تړاو یې څلور تنه نیولي دي. بل خوا په چین کې هم پولیسو د په سونو جعلي واکسینونو د نیولو خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3qEuz
Weltspiegel 17.02.2021 | Corona | USA Los Angeles | Impfungen
انځور: Apu Gomes/AFP/Getty Images

د نړیوال پولیسو یا انټرپول د همغږۍ آژانس ویلي دي چې په سویلي افریقا کې پولیسو د کرونا په سونه جعلي واکسینونه کشف کړي دي او زیاتوي چې په دې تور یې څلور تنه نیولي دي.

انټرپول یا نړیوال پولیسو چې مرکز یې په فرانسه کې دی، د تیر میلادي کال په دسمبر میاشت کې د دغې ادارې ټولو ۱۹۴ غړو هیوادونو ته خبرداری ورکړ چې یاد هیوادونه دې په فزیکي او د انترنت له لارې د کوید ۱۹ واکسین په تړاو منظمي جرمي کړۍ په نخښه کړي.

انټرپول همدا راز زیاته کړې چې د سویلي افریقا په جهانسبرګ لویدځ ته پروت په ګرمستون سیمه کې په یوه ګدام کې د کرونا شاوخوا ۲۴۰۰ جعلي واکسینونه نیولي دي. د دغه نړیوال سازمان په حواله، د چهارشنبې په ورځ په دغو عملیاتو کې ډېر جعلي ماسکونه هم نیول شوي دي. سربیره پر دې، د دې پیښې په تړاو درې چینايان او یو زامبیايي نیول شوي دي.

نړیوال پولیسو د ایمیل له لارې په یوه تبصره کې ویلي دي چې په سویلي افریقا کې تر پیښې وروسته په چین کې هم د کرونا د جعلي واکسینونو د خرڅلاو یوه شبکه کشف شوې چې د پولیسو د چاپو په پایله کې ۸۰ تورن کسان نیول شوي دي. نړیوالو پولیسو پر خپله انترت پاڼه همدا راز لیکلي دي چې په چین کې د دغو عملیاتو په لړ کې د کرونا تر ۳۰۰۰ ډېر جعلي واکسینونه نیولي دي.

Interpol Logo
انځور: Getty Images/AFP/R. Rahman

د نړیوال پولیسو سکرتر جنرال یورګن سټاک د دې پیښې په هکله ویلي: «په داسې حال کې چې موږ د دغو پایلو هرکلی کوو خو بیا هم دا د کرونا واکسین په تړاو د جرمونو یوازې پیل دی.»

دغه نړیوال سازمان همدا راز ویلي دي چې په دې تړاو یې پلټنې پیل کړي دي او دا چی دوی د نړۍ په نورو سیمو کې هم د جعلي واکسینونو د ویش په تړاو نور رپوټونه هم ترلاسه کړي دي.

(Reuters)