1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پیسو نړيوال صندوق افغانستان ته نوي پورونه ومنل

۱۳۹۹ آبان ۱۷, شنبه

د پيسو نړيوال صندوق د جمعې په ورځ جګړه ځپلي افغانستان ته د ۳۷ ميليونو ډالرو په مقدار نور پورونه هم ومنل. دا په داسې کې ده چې د کرونا وبا لا پای ته نه ده رسېدلې.

https://p.dw.com/p/3kzSm
Afghanistan Coronavirus Lockdown Provinz Khost
انځور: DW/F. Zahir

د دغه پور هدف دا دی چې د افغانستان اقتصاد ثبات ومومي، د کوويد-۱۹ مرض په وړاندې يې غبرګون چټک او د نورو دونرانو يا بسپنه ورکوونکو ملاتړ ډېر شي. دغه خبره نړيوال وجهي صندوق په يوه خبرپاڼه کې کړې ده.

د افغانستان د حکومت اقتصادي پروګرام د کرونا وبا له کبله تضعيف شو، خو کابل اوس داسې پاليسۍ تر لاس لاندې لري چې موخه يې د اقتصادي پراختيا زياتېدل او د فقر او بې وزلۍ کمېدل دي.‌ دغه خبره د پيسو د نړيوال صندوق مرستيال اجرائيوي‌ مشر، ميتسوهيرو فوروساوا، کړې ده.

نوموړي زياته کړې ده چې «که د وبا او امنيتي وضعيت له کبله نور خطرونه رامنځ ته شي، ښايي دغه وده بېرته ټيټه او نورو مالي مرستو ته اړتيا زياته شي.»

د Extended Credit Facility يا د اضافي پورونو د آسانتيا تر عنوان لاندې به افغان حکومت سمدلاسه ۱۱۴ ميليونه امريکايي ډالر تر لاسه کړي،‌ چې پاتې نوره برخه به يې د نيم کلنو ارزونو وروسته د اقتصادي پالیسۍ او فساد ضد هڅو په رڼا کې ورکول کيږي.‌ دغه خبره د پيسو نړيوال صندوق په يوه خبرپاڼه کې کړې ده.

دغه صندوق اټکل کوي چې د افغانستان اقتصاد به سږ کال ۵ سلنه او په ۲۰۲۱ کال کې ۴ سلنه راټيټ شي چې په خبره يې «د بسپنه ورکوونکو د مرستو دوام، د اصلاحاتو منظم پلي توب، او له فساد سره د مبارزې په برخه کې پرمختګ حياتي رول» لوبوي څو دغه پروګرام پريالتوب ته ورسيږي.

AFP/ن ص/ق ن

زموږ له آرشیف څخه: