1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د مهاجرو د منلو حد ۴ برابره لوړ کړ

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۴, سه‌شنبه

د امریکا د ولسمشر جو بایدن د پریکړې له مخې هیواد به یې د سپتمبر میاشتې تر پایه پورې حد اکثر ۶۲ زره او ۵۰۰ پناه غوښتونکي ومني او دغه شمیر به په راتلونکي کال کې ۱۲۵ زرو ته ورسوي. ترمپ دغه حد ۱۵ زرو ته را ټیټ کړی وو.

https://p.dw.com/p/3svad
TABLEAU | 100 Tage Biden
انځور: Jim Watson/AP/picture alliance

د متحده ایالاتو ولسمشر د دوشنبې په ماښام (د می میاشتې ۳ نیټه) د دونالد ترمپ له خوا د پناه غوښتونکو د منلو له پاره ټاکل شوې حد اکثر اندازه لغوه کړه او ويې ویل چې په ۲۰۲۱م کال کې به ۶۲ زره ۵۰۰ هغه کسان چې د پناه غوښتنه یې کړې ده امریکا ته د راتګ اجازه ترلاسه کړي.

د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر دونالد ترمپ دغه حد اکثر اندازه ۱۵ زره ټاکلې وه چې دا په ۱۹۸۰م کال کې د پناه غوښتنې د طرحې معرفي کیدو له اندازې څخه هم ټيټه وه.

سپينې ماڼۍ په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې د متحده ایالاتو ولس د پناه غوښتونکو ملاتړ کوي او د «۱۵ زرو حد اکثر اندازه د هیواد د ارزښتنو او مقرراتو» نماېندګي نه کوي. د اوباما د ولسمشرۍ پر مهال دا حد ۱۱۰ زره ته رسیده.

د بشري حقونو سازمانونو په وار وار د دغې کچې د زیاتولو غوښتنه کړې وه.

د بایدن حکومت د متحده ایالاتو او مکسیکو د سرحدي سیاست په برخه کې تغیرات هم پيل کړل او په دې هڅه کې دی چې هغه کورنۍ چې د ترمپ د تګلارۍ له مخې یو له بل څخه جلا شوي دي بیرته سره ځای کړي.

د د متحده ایالاتو ولسمشر په سویلي سرحدي پولو کې د مهاجرو شرایطو ته د رسیدګۍ مسئولیت خپلې مرستیالې کاملا هاریس ته سپارلی دی.

تر اوسه پورې روښانه نه ده چې مکسیکویي پناه غوښتونکي هم په دې سقف یا حد اکثر اندازې کې شاملیږي او که څنګه؟

دری ورځې مخکې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت اعلان کړی وو چې د مکسیکو او امریکا ترمنځ د حائل سرحدي دیوال لګښت به ور نه کړي. دغه دیوال د دونالد ترمپ تر ټولو محبوبه پروژه ګڼل کیدله.

د جو بایدن د پریکړې په اساس د سوریایي، یمني او سومالیایي پناه غوښتونکو په برخه کې موجود محدودیت لیري کیږي او له افریقا، منځني ختیځ او لاتین امریکا څخه د مهاجرو د منل کیدو کچه لوړیږي.

آژانسونه: ش.ن/ س. ر