1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

هند: د کرونا د احتمالي قربانیانو جسدونه په ګنګا کي موندل سوي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۱, سه‌شنبه

د کرونا نوې څپه او د مړو د سوځیدو مصارف احتمالاً ددې سبب سوي چي ځیني کسان د خپلوانو جسدونه ګنګا درياب ته واچوي. کارپوهان بیره لري چي په دې سره به د کرونا د قربانیانو تعداد تر رسمي ارقامو ډیر وي.

https://p.dw.com/p/3tFCX
Weltspiegel 7.7.21 | Indien Corona-Situation Garhmukteshwar
انځور: Danish Siddiqui/REUTERS

دهندوستان رسنیو د رپوټ له مخي د بیهار ایالت اوسیدونکو د ګنګا درياب په سواحلو کي په لسونو جسدونه پیدا کړي دي. حکومتي چارواکي وايي چي هغه جسدونه چي اوبو د اوتار پرادیش څخه دلته راوړي دي، د کرونا ویروس قربانیان دي.

هغوی وايي چي د دغو مړو سوو کسانو خپلوانو نسوای کولای، د هغوی د جسدونو د سوځیدو مصارف پوره کړي او ځکه یې نو په اوبو کي اچولي دي.

د چاوسا د ښار یوه محلي چارواکي، ناوال کانت، چيري چي اوبو جسدونه وروړي دي، د جرمني خبري آژانس ته د تلیفون له لاري ویلي: «تقریباً ۳۵ تر ۴۰ پوري جسدونه پیدا سوي دي. د هغوی اکثریت شاید د کرونا قربانیان وي. موږ په عادي ورځو کي دوه تر درې جسدونه راباسو. خو د کرونا د سختي څپې د شیوع په دلیل اجساد نور هم ډیر دي.»

غریبي سیمي د کرونا څخه ډیري متضرري سوي

ځیني جسدونه، تر یوه حده پوري سوځلي او ځیني بیا پړسیدلي وه، ځکه چي کیدای سي په اوبو کي څو ورځي پاته سوي وي. د سیمي خلګو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چي د هندوستان په کلیوالي او غریبو سیمو کي د سوځلو مرکزونه ډیر ډک دي، ځکه نو هغوی د خپلوانو مړي په اوبو کي اچولي دي.

اکثره کلیوال، تر ټولو دمخه په اوتار پرادیش او بیهار کي نسي کولای د لرګو رانیولو تر عهدې ووځي او یا د اجسادو سوځولو په مراکزو کي د خپلوانو د جسدونو د سوځولو پیسې ورکړي.

د «ټایمز اف انډیا» ورځپاڼي د یوه محلي چارواکي په حواله رپوټ ورکړی دی چي د جسدونو عدلي معاینات تر سره کیږي او د هغوی د سوځولو او د جنازې د مراسمو مصارف حکومت پرغاړه اخلي.

Indien Corona-Pandemie | Arzt Rohan Aggarwal in New Delhi
انځور: Danish Siddiqui/REUTERS

د کرونا د قربانیانو تعداد احتمالاً تر دې ډیر دی

هندوستان په نړۍ کي د کرونا ویروس د شیوع تر ټولو خراب یوه مرکز باندي تبدیل سوی دی. د رسمي ارقامو پراساس هره ورځ په دغه هیواد کي په کرونا د اخته کیدو په دلیل تقریبأ ۴۰۰۰ کسان مري. تر اوسه پوري د ټولو قربانیانو شمېر ۲۵۰۰۰۰ کسانو ته رسیدلی دی.

په دغه هیواد کي په کرونا باندي د اخته کیدو پيښي ترهغه وروسته ډیري سوې چي حکومت په مذهبي مراسمو او سیاسي مجالسو کي د ګډون اجازه ورکړه. داسي ښکاري چي په هندوستان کي د کرونا نوې بڼه (B.1.617 ) تر پخوانۍ بڼي ډېره ساري وي.

د ګنګا درياب په سواحلو کي د اجسادو تر پیدا کیدو وروسته دا احتمال قوي کیږي چي د کرونا قربانیان به تر هغه ډیر وي، لکه څنګه چي یې په رسمي ډول رپوټونه ورکول کیږي. خصوصاً اوس چي هم په ښارونو او هم اطرافي سیمو کي ډیر کسان په کرونا اخته کیږي. په کلیوالي سیمو کي روغتونونه لږ دي او د هغوی د ثبتیدو ارقام هم دقیق نه ترسره کیږي.