1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: پر يوې نجلۍ احتمالي جنسي تيری کوونکی پوليس نيول شوی

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۵, پنجشنبه

په هند کې يو پوليس په دې تور نيول شوی چې پر هغه ۱۳ کلنه نجلۍ یې جنسي تيري کړی دی چې د ډله ایز جنسي تیري تر ښکار کيدو وروسته د پوليسو مرکز ته د شکايت درج کولو په موخه ورغلې وه.

https://p.dw.com/p/4AsTA
Indien | Protest gegen die mutmaßliche Vergewaltigung und Ermordung
انځور: Danish Siddiqui/REUTERS

پر يوې ۱۳ کلنې انجلۍ د جنسي تيري دغه پېښه د اتراپرديش ایالت په لاليتپور سيمه کې رامنځته شوې وه. دغه نجلۍ پوليسو ته د خپل شکايت د ثبتولو پر وخت ويلي ول چې هغه تېره مياشت څو ورځې پرله پسې د څلورو نارينه وو له خوا د جنسي تيري هدف ګرځېدلې ده.

هغه بيا په تېښته بريالۍ شوې وه او تېره اوونۍ د پوليسو مرکز ته ورغلې وه چېرې چې پر هغې د نوموړې په وينا د پوليسو په دغه مرکز کې د مسئول مشر له خوا جنسي تیری شوی دی.

د لاليتپور د پوليسو مشر نېکل پاتهاک رسنيو ته وويل: «تر ډله ایز جنسي تيري وروسته هغې ادعا کړې چې د پوليسو د مرکز مسئول مشر هم پر هغې جنسي تیری کړی دی.» زیاته شوې ده چې د شپږو کسانو پر ضد شکایت درج شوی دی.

هغه وويل چې د ټولو تورنو کسانو د نیولو له پاره ډلې جوړې شوي دي.

زياته شوې چې پر دې سربيره د پوليسو په مرکز کې د پېښې پر مهال موجودو د ۲۹ پوليسو دندې ځنډول شوي دي. چارواکو زياته کړې چې قرباني نجلۍ په سيمه ایز روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

د سيمه ایزو رسنيو د رپوټونو په حواله د پېښې ښکار شوې نجلۍ د هندوانو په دلت ذات پورې اړه لري چې د هندوانو د ذات په سيسټم کې تر ټولو ټيټ ګڼل کيږي چې د لوړ ذات د خلکو له خوا د ځپل کیدو او تشدد اوږد تاریخ لري.

دې تازه پېښې په هېواد کې سخته غوسه پارولې ده چېرې د ښځو پر وړاندې د جنسي تیري ډېرې پېښې ثبتيږي او په اوسط ډول په هرو ۱۸ دقيقو کې يوه ښځه د جنسي تيري ښکار کیږي.

د اپوزیسیون د کانګرس ګوند يوې لوړپوړې غړې پر خپله تويتر پاڼه ليکلي دي: «که چېرې ښځې د پوليسو په مرکزونو کې هم خوندي نه وي نو هغه به بيا د شکایت له پاره چېرته ځي.»

نوموړې زياته کړې: «آیا (د اتراپرديش) حکومت د پوليسو په مرکزونو کې د ښځو د استخدامولو په اړه جدي فکر کړی دی څو دغه ځایونه د ښځو له پاره په خوندي ځایونو بدل شي؟»

د هند د جنايي جرمونو تازه شمیرو په حواله په ۲۰۲۰م کال کې د جنسي تيري ۳۲ زره هڅو په اړه رپوټونه ثبت شوي دي او داسې انګيرل کيږی چې تر دې ډېر شمير داسې دي چې په اړه یې رپوټ نه دی ثبت شوی.

ب. ص/ س. ز (AFP, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: