1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هندوستان کي مځکي ښویدنو ۷۲ کسان وژلي دي

۱۴۰۰ مرداد ۲, شنبه

په هندوستان کي تر سختو بارانو وروسته په مځکي ښویدنو او نورو پيښو کي حداقل ۷۲ کسان وژل سوي دي. په مهاراشترا ایالت کي سیندونه ترغاړو را اوښتي او ډیرمالي او ځاني تاوانونه یې اړولي دي.

https://p.dw.com/p/3xyNw
Erdrutsche in Indien
انځور: National Disaster Response Force/AP/picture alliance

  د هندوستان د اضطراري کمیټې یوه مامور پرون جمعه (د جولای میاشتي ۲۳ مه) آلماني خبري آژانس، dpa ته ویلي، چي د تیري پنجشنبې ماښام څخه په ډیرو پيښو کي خلک وژل سوي او پیدا سوي دي. په خبره یې همدارنګه په مهاراشترا ایالت کي د دغو سختو مونسوني بارانو له کبله د تر اوبو لاندي سوو کورونو څخه په سلهاوو انسانان ژغورل سوي دي.

سختو مونسوني بارانو پلونه او ودانۍ ونړولې، مخابراتي ارتباطات یې قطع، سړکونه او پټلیو ته یې تاوان ورساوه، چي په سبب یې د ډیرو ریلګاډو تګ راتګ قطع سو.

د هندي ټلویزوني چینل، NDTV د معلوماتو پراساس دا د ۲۴ ساعتونو په جریان کي داسي سخت بارانونه وه، چي ۴۰ کاله دمخه د یوې جولای په میاشت کي دغه ډول شدید وه.

د مهاراشترا ایالتي اعلی وزیر وویل، چي دا « یو غیر منتظره بحران دی.» په خبره یې، «بندونه ماتیږي، رودونه ډکیږي او را اوړي. موږ مجبوره یو چي اوبه د بندونو او کاسو څخه وباسو او رودونو ته نژدې اوسیدونکي یې د امن ځایونو ته انتقال کړو.»

Indien Maharashtra | Überschwemmungen & Erdrutsch
انځور: Indian Air Force/AP Photo/picture alliance

د بمبيي د جنوب په ۱۳۰ کیلومترۍ کي پوځ هم په ژغورونکو عملیاتو کي کومک کوي. د مونسوني بارانو څخه تر ټولو ډیر مشکلات د مځکي ښویدني څخه راپیدا سوي دي، د کوم په سبب چي د ژغورونکي عملې د ورتګ کارونه یې سخت کړي دی. د نورو تر څنګ د بمبيي او ګُوا تر منځ مهمه لویه لار د مځکي ښویدني په سبب تر یوه حده پوري بنده سوې ده.

تر ۲۴ ساعتونو پرله پسې سختو بارانو وروسته ډیر سیندونه ډک او تر غاړو راوواښتل، خصوصأ د بمبيي د جنوب په ۲۵۰ کیلومتري، چیپلن ښار کي وضعیت ښه نه دی. د مسؤلو چارواکو په حواله د سیند اوبه تر عادي حالت ۳،۵۰ متره لوړي سوي دي.

دا هم پداسي حال کي ده، چي په دغو مناطقو کي نن او سبا (شنبه او یکشنبه) د نورو سختو بارانو اټکل هم سوی دی.