1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

هند: پوليسو درې تنه د غويي غوښو شخړه کې نيولي، يو تن وژل شوی

۱۴۰۱ اسفند ۲۰, شنبه

د هند په ختيځ بِهار آیالت کې پوليسو درې تنه د يوه مسلمان د مرګ له کبله نيولي. د روانې اونۍ په ترڅ کې پر نوموړي کس د غوا د غوښې د لرلو له کبله د یوې قهرجنې ډلې لخوا حمله وشوه.

https://p.dw.com/p/4OXZ1
Indien | Feiern zum 75. Unabhängigkeitstag
انځور: Faisal Khan/NurPhoto/picture alliance

قرباني نسيم قريشي ۵۶ کاله عمر درلود چې د اوونۍ په ترڅ کې د يوې قهرېدلې ډلې له خوا ووژل شو ځکه چې د غوښي غوښه ورسره وه. د هند په ځينو برخو کې د غويي د غوښې خرڅلاو او مصرف منع دی. غواوې په هندويزم کې سپېڅلي حيوانات بلل کيږي او په هغو خلکو باندې چې د غوا د غوښې په استقاده او خرڅلا کې ښکیل ول، پخوا هم بريدونه شوي ول.

له هغه وخت راهیسې چې په هند کې د نریندرا مودي ملتپال حکومت واک ته رسیدلی، ځینو هندي مذهبي سخت دریځو ډلو په ځینو مواردو کې قانون مات کړی او هڅه یې کړې چې قانون په خپله تطبیق کړي. د هند د بِهار ایالت حکومت هم د نریندرا مودي د بهارتیا جانتا ګوند په لاس کې دی.هندوستان

د پولیسو د اعلامیې له مخې، په پیښه کې له شلو ډیرو قهرجنو کسانو قرباني کس نیولی او ډبولی دی. اعلامیه زیاتوي چې پولیسو مداخله هم کړې خو نسیم قریشي روغتون ته پر لارې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د پیښې د سیمې د پولیسو مشر رام چندرا تیواري د تلیفون له لارې رسنیو ته ویلي چې د پیښې په تړاو یې درې تنه نیولي دي.