1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايرانۍ مېندو افغان ماشومانو ته تابعيت ورکول کيږي

۱۳۹۹ آذر ۶, پنجشنبه

په لسونو زرو ايراني ميرمنو د افغانستان او عراق له مهاجرو سره ودونه کړي دي. تر اوسه د دغو جوړو اولادونو په ايران کې هيڅ حقونه نه درلودل ځکه چې تابعيت یې له پلار سره تړلی وو. خو اوس دغه قوانين بدليږي.

https://p.dw.com/p/3lqqy
Iran Kinderhandeln Symbolbild
انځور: Tasnim

د ۲۰۲۰م کال کال د نومبر ۱۸ نيټه په ايران کې د ماشومانو او ښځو د حقونو د فعالانو له پاره د ستر بري ورځ وه. په دې ورځ په لومړي ځل د يوې ايرانۍ مور او خارجي پلار اولاد ته په اصطلاح د ایران «شناختي کارد» ورکړل شو.

تر اوسه د هغو ایرانيو ښځو اولادونو چې د خارجی اتباعو سره یې ودونه کړي ول، د دې سند د ترلاسه کولو حق نه درلود. دا سند په اصطلاح د زوکړې د سند او تذکرې يو جوړښت دی. دا سند زده کړو او روغتيايي بیمې ته د لاس رسي له پاره اړین دي. همدا راز دې ته د هر ډول کاروبار او کار له پاره هم اړتيا وي، آن د موبايل تليفون د سيم اخيستلو له پاره هم ورته ضرورت وي.

«اوږده مبارزه»

تر اوسه د ایران يوه کابو سل کلن د مدني حقونو قانون د دې مخه نيوله چې د هغو ايراني ښځو چې د بهرنيو اتباعو سره ودونه کړي وي، اولادونه ایراني اسناد ترلاسه کړي. دغه ماشومان ۱۸ کلنې ته تر رسيدو وروسته کولای شول د ایران د تابيعت غوښتنه وکړي.

شرط یې دا وو چې هغوی وروستي پنځه کاله په ایران کې ژوند کړی وي او کوم جرم یې نه وي کړی. يوې فعالې مريم [مستعار نوم] له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «موږ بالاخره بريالي شوو.» نوموړې له يوه افغان سره چې له ماشومتوبه په ایران کې ژوند کوي، واده کړی دی. دوی له خپلو دوو اولادونو سره په مشهد کې ژوند کوي.

دغه ښار د افغانستان سرحد ته په ۲۰۰ کیلومترۍ کې پروت دی. د رسمي شمیرو په حواله پر پلازمينې تهران سربیره په مشهد کې کابو ۲۰۰ زره افغان مهاجر اوسي.

Familie Iran Mutter Vater Kind Baby
په ايران کې اوس د هغو ماشومانو له پاره هم چې پلار یې خارجي وي، د اسنادو غوښتنه کيدلی شيانځور: Mehr

د ملگرو ملتونو د مهاجرو د مرستې ادارې «يو ان اچ سي آر» په حواله په ایران کې کابو يو میليون راجستر شوي افغان مهاجر ژوند کوي. خو د اټکلونو پر اساس تر دوه ميليونه زيات بې اسنادو مهاجر هم په دغه هيواد کې له څو نسلونو راهيسې اوسي.

په ایران کې د افغان مهاجرو ترڅنگ کابو ۳۰ زره راجستر شوي عراقي مهاجر هم ژوند کوي. خو دا چې څومره نارينه مهاجرو له ايراني ښځو سره ودونه کړي دي، شمیر یې په دقيقه توگه معلوم نه دی.

له بهرني سره د واده له پاره ځانگړی جواز

د ايران د مدني حقونو د قانون د ۱۰۶۰مادې پر اساس يوه ايرانۍ له يوه بهرني سره د واده له پاره له کورنيو چارو وزارت څخه يوه ځانگړي جواز ته اړتيا لري.

په ۲۰۱۹م کال کې د مهاجرو او کډوالو اړونده ادارې مشر مهدي محمدي ايرانيو میرمنو ته له هغو مهاجرو سره د واده کولو څخه خبرداری ورکړ چې په غير قانوني توگه ايران ته داخل شوي او راجستر شوي نه دي.

دلته د «صيغې» يا د لنډې مودې له پاره د واده خبره مطرح ده. په دې ډول ودونو کې هیڅ رسمي اسناد نه جوړيږي او يوازې د ملا او دوو شاهدانو په حضور کې يې نکاح تړل کيږي. د دې ډول ودونو موخه د بې وزله قشر ښځو او هغو مهاجرو له پاره چې اسناد نه لري، د مذهبي دلایلو پر اساس د خپلې اړيکي له پاره د يوه جواز ترلاسه کول وي.

iranische Vizepräsidentin für Frauen- und Familienangelegenheiten, Masoumeh Ebtekar, wurde positiv auf Coronavirus getestet
د ولسمشر مرستياله معصومې ابتکارانځور: picture-alliance/AP Photo/V. Salemi

د مهاجرو ښځو او ماشومانو د حفاظت له ټولنې څخه فاطمه اشرفي په ۲۰۱۸م کال کې د ارنا خبري آژانس سره په خبرو کې ويلي ول چې د اټکل له مخې کابو ۱۰۰ زرو ايراني مېرمنو له هغو مهاجرو سره چې اسناد نه لري او په غیر قانوني توگه په ایران کې ژوند کوي، ودونه کړي دي. نوموړې د دې جوړو اولادونو ته هم د اسنادو د ورکړې هیله څرگنده کړې ده.

د اصلاح خوښوونکو له خوا ملاتړ

مريم [مستعار نوم] چې د واده جواز ترلاسه کولو وروسته یې لس کاله ترمخه له يوه افغان مهاجر سره واده کړی وو، په دې پوهيدله چې اولاد به يې د ايران د تابيعت د ترلاسه کولو حق و نه لري. خو تر واده وروسته مريم له ښځو فعالانو سره يوځای شوه او د دوه تابعيته لرلو اولادونو د حقونو د ترلاسه کولو له پاره مبازره پېل کړه.

هغوی د تابعيت په قانون کې د بدلون وړاندیز وکړ او په دې تیرو کلونو کې يې د ايران د پارلمان د اصلاح خوښونکو غړيو چې معصومه ابکتار هم پکې شامله ده، ملاتړ ترلاسه کړ. نوموړې د ولسمشر روحاني مرستياله ده او د ښځو او کورنيو چارو مسؤله هم ده.

اړونده موضوع: په ايران کې په قانوني توگه د افغان کډوالو د اوسيدو په اړه هوکړه شوې

په ۲۰۱۵م کال کې د اصلاحاتو لومړی هڅه ناکامه شوه. د پارلمان اکثريت محافظه پاله غړيو دغه وړاندیز رد کړ. خو څلور کاله وروسته بيا اصلاح خوښوونکو په پارلمان کې اکثريت ترلاسه کړ. په ۲۰۱۹م کال کې حکومت يو نوی وړاندیز وکړ او دا ځل پارلمان دا وړاندیز ومانه.

په دې توگه د مور له لارې د تابعيت ورکړې ته لاره هواره شوه. د ۲۰۲۰م کال له نومبر مياشتې څخه ايرانۍ ميندې کولی شي د خپلو هغو اولادونو له پاره هم چې لا اتلس کلن شوي نه وي، د تابعيت غوښتنه وکړي. قانوني سن ته رسيدلي بيا دغه کار خپله کولای شي.

ب. ص/ ن.ز (Shabnam von Hein)

زموږ له آرشيف څخه: