1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران: د افغانستان د حل لاره د یوه ټول شموله حکومت جوړول دي

۱۴۰۲ تیر ۱۵, پنجشنبه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې افغانستان له څو لسیزو راهیسې له بې ثباتۍ او بحران سره لاس او ګریوان دی او د دغه بحران د حل لاره په دغه هيواد کې د ټولو قومونو د ټول شموله حکومت جوړول دي.

https://p.dw.com/p/4TW60
Iran Hossein Amirabdollahian
انځور: Vahid Salemi/AP Photo/picture alliance

د جنبش عدم تعهد د بهرنیو چارو وزيرانو غونډه د چهارشنبې په ورځ د اذربایجان په پلازمینه باکو کې د «قانون او عدالت د حاکمیت» تر عنوان لاندې جوړه چې د افغانستان په اړه بحث شوی دی.

په دغه کتنه کښې د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان وویل چې په سیمه کښې د لازیاتې هماهنګۍ د ټینګولو له پاره د ایران د ګاونډیتوب سیاست خپله بریا ثابته کړې ده. هغه زیاته کړه چې دوی هوډ لري چې د نړۍ له ټولو ګاونډیانو او هېوادونو سره د اړیکو او همکاریو هراړخیز پرمختګ ته دوام ورکړي.

اړوند مطالب:هند: د شانګهای سازمان دې له ترهګرۍ سره مبارزه او افغانستان سره مرسته وکړي

عبداللهیان د افغانستان په اړه وویل، د افغانستان خلک له څو لسیزو راهیسې له بې ثباتۍ او یوه بحران سره لاس او ګرېوان دي او د دغه بحران د حل لاره د افغانستان د ټولو قومونو په ګډون د یوه جامع او ټول شموله حکومت جوړول دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د وینا په متن کې چې د دغه وزارت په ویب پاڼه کې خپره سوې، ویل سوي دي چې عبداللهیان له نړیوالې ټولنې غواړي ترڅو د افغانستان کنګل سوې پیسې ورته خوشي کړي او د افغانانو د مالي سرچینو د غصب مخه ونیسي.

اړوند مطالب :د آلمان پخوانی خارجه وزیر: افغانستان به ناامنه پاتې وي

عبداللهیان په دې غونډه کې د افغان کډوالو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې ایران به د میلیونونو افغان کډوالو په کوربه توب سره په افغانستان کې د بشري وضعیت د ښه والي له پاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

افغانستان | په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت
افغانستان | په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیتانځور: Ebrahim Noroozi/AP/dpa/picture alliance

خو په ايران کې مېشت افغان کډوال تل د دغه هيواد د امنيتي ځواکونو او خلکو له لوري پر محدوديتونو او ناوړه چلند نيوکه کوي او وايي چې ډېر کډوال په وېره او پټه کې ژوند کوي څو د ایران حکومت یې بېرته افغانستان ته ستانه نه کړي.

د طالبانو له ادارې سره د ایران اړیکې په تېرو دوو کلونو کې ښې وې. تهران حتی د طالبانو ډیپلوماتان منلي او په ایران کې یې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ طالبانو ته تسلیم کړې دي.

اړوند مطالب:طالبانو د القاعدې په هکله د بایدن وروستۍ خبرې د «حقیقت درک» بللي

خو په تېره یوه میاشت کې د ایران او طالبانو ترمنځ اړیکې د اوبو د حق آبې پر سر سړې سوې او حتی د ایران د سرحدي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د وسله والي نښتي لامل سوې.

د طالبانو یو کلن حکومت ته په کتو آیا دغه ډله د حکومتولۍ ظرفیت لري؟

د شانګهای د همکارۍ سازمان غړو هيوادونو د جولای مياشتي پر ۴مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت رامنځته کېدل اړین دي.

ص.ذ/ن.ز