1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

اسرائيلي اجنټانو په تهران کې د القاعده مرستيال وژلی دی

۱۳۹۹ آبان ۲۴, شنبه

د نيو يارک ټايمز ورځپاڼې په حواله د القاعده ډلې مرستيال د اسرائيلي اجنټانو له لوري په تهران کې وژل شوی دی. خو تهران بيا دغه خبره په کلکه ردوي او وايي چې په ايران کې «د القاعده تروريستان» شتون نه لري.

https://p.dw.com/p/3lHu9
Iran Abdullah Ahmed Abdullah Al-Qaidas Nummer zwei getötet
انځور: FBI/AFP

ويل کيږي چې ابو محمد المصري د روان میلادي کال د اګست میاشتې په ۷مه نیټه په تهران کې په يوه موټرسايکل باندې د سپرو دوو تنو اسرائيلي اجنټانو له لوري وژل شوی دی. دغه رپوټ د نيو يارک ټايمز په نامه امریکايي ورځپاڼې د جمعې په ورځ د امنيتي حلقو په حواله ورکړی دی.

د رپوټ له مخې اسرائيلي مخفي اجنټانو د متحده آيالاتو په امر دغه ماموريت تر سره کړی دی. مصري چې د عبدالله احمد عبدالله په نوم هم شهرت لري، د القاعده تروريستي ډلې د مشر ايمن الظواهري مرستيال وو چې د هغه احتمالي ځای ناستی هم بلل کېده. داسې ښايي چې هغه په ۱۹۹۸م کال کې په افريقا کې د متحده آيالاتو پر دوو سفارتونو باندې په بريدونو کې لاس درلودلی وي. ايران بيا دغه خبر رد کړی دی. 

مصري په ۱۹۹۸م کال کې په افريقا کې د متحده آيالاتو پر دوو سفارتونو باندې په بریدونو کې په لاس لرلو تورن دی.
مصري په ۱۹۹۸م کال کې په افريقا کې د متحده آيالاتو پر دوو سفارتونو باندې په بریدونو کې په لاس لرلو تورن دی.انځور: AMR NABIL/AFP

تهران دغه رپوټ ولې ردوي؟

د تهران د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې په ايران کې «د القاعده تروريستان» شتون نه لري. په خبره يې د امريکا متحده آيالات او اسرائيلو په وار وار هڅه کړې چې د درواغو او غلطو معلوماتو د لارې ايران ته له افراطي ډلو سره تړاو ورکړي.

له مصري سره يو ځای د نيويارک ټايمز د رپوټ په حواله د هغه لور هم وژل شوې ده. هغه د اساما بن لادن نږور هم وه. د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ کال کې په پاکستان کې د امريکايي ځانګړو ځواکونو له خوا ووژل شو.پر بن لادن باندې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د يولسمې د بريدونو پړه اچول کيږي.   

رويټرز/ن ص/خ ح