1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي او حوثیانو خپلو بریدونو کې یو بل ته مرګ ژوبله اړولې ده

۱۴۰۰ دی ۴, شنبه

د سعودي عربستان پر جازان ښار د حوثیانو په برید کې دوه تنه ملکيان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي. په دغه برید کې ودانۍ او موټرې هم زیانمنې شوي دي. د سعودي په مشرۍ پوځي ائتلاف په برید کې بیا ۳ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/44pHm
Jemen Raketenabschuss in Aden
انځور: Getty Images/AFP/S. Al-Obeidi

رویټرز خبري آژانس د سعودي عربستان د دولتي خبري آژانس په حواله رپوټ ورکړی دی چې د جمعې په ورځ (د دسمبر میاشتې ۲۴ نیټه) د سعودي عربستان په جازان ښار کې د حوثي یاغیانو په برید کې یو سعودي او یو یمني وګړی وژل شوي دي.

د سعودي دولتي رسنیو د دغه هیواد په مشرۍ پوځي ائتلاف په استناد لیکلي دي چې د حوثیانو په برید کې ۷ تنه نور ملکیان ټپیان شوي او همدارنګه موټرو او ودانیو ته زیان اوښتی دی.

د «المسیره» په نوم د حوثیانو تلویزوني شبکې هم د یمن هیواد په المحویت ولایت کې د دوی تر کنترول لاندې سیمه کې د عربي ائتلافي ځواکونو د برید خبر ورکړی دی. د فرانسې خبري آژانس په دې اړه رپوټ ورکړی دی چې د دې برید په جریان کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون دری تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د حوثیانو او د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف ترمنځ متقابل بریدونه په داسې یو وخت کې زیاتیږي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان درې تنه ایراني دیپلوماتانو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د سعودي عربستان د موافقې کولو خبر ورکړی دی. هغه وویل چې ټاکل شوې ده دغه کسان «د اسلامي سازمان په کنفرانس کې د دیپلوماتانو په توګه په جده کې خپل کار پيل کړي.»

د تشنج له زیاتیدو سره مهاله د عراق او عمان هیوادونو په منځګړیتوب د ایران او سعودي عربستان ترمنځ دیپلوماتیک مذاکرات دوام لري.

حسین امیرعبداللهیان چې د پنجشنبې په ورځ یې له خپل عراقي سیال سره په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل: «د تهران او ریاض اړیکو عادي حالت ته راوستلو او سوء تفاهم د لمنځه وړلو په خاطر د عراق د حکومت له هڅو څخه مننه کوم.»

د رویټرز د لیکنې په حواله د سیمې د دوو قدرتمندو هیوادونو د مناسباتو عادي حالت ته راتګ کیدای شي په یمن کې د تشنج له کمیدو سره ډيره مرسته وکړي.

د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو حوثیانو او سعودي عربستان چې د نړیوالې ټولنې له ملاتړ څخه برخمن د یمن د قانوني حکومت حمایت کوي. د دوی ترمنځ د کلونو راهیسې نیابتي جګړه روانه ده، داسې جګړه چې د ملګرو ملتونو سازمان «د نړۍ تر ټولو خراب بشري ناورین» بللی دی.

آژانسونه: ش.ن. خ.ح