1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايرانی چارواکی: طالبان د ايران له پاره ستراتيژيک ګواښ دی

۱۴۰۰ آبان ۷, جمعه

د ايرن د بهرنيو چارو وزارت د لويدېځې آسيا د برخې عمومي مشر رسول موسوي د طالبانو حکومت د پايلو په اړه خبرداری ورکړی دی. د نوموړي په آند د طالبانو حکومت د ایران ملي امنيت ته مستقيم او غير مستقيم ګواښ دی.

https://p.dw.com/p/42LUi
Russland Moskau aliban Moscow Format Treffen
انځور: Alexander Zemlianichenko/AP Photo/picture alliance

رسول موسوي دا خبرداری د پنجشنبې په ورځ «د ايران پر ملي امنيت د آ‌ذربايجان او افغانستان د تحولاتو د ارزونې» په غونډه کې ورکړی دی.

موسوي د خپلې وينا په پېل کې ټینګار وکړ چې دا څرګندونې د هغه شخصي نظر دی او د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت له رسمي دريځ سره تړاو نه لري. خو نوموړي بيا د طالبانو د حاکميت په هلکه د ايران د رسمي دريځ په اړه تشريحات ور نه کړل.

نوموړي د دې ډول څرګندونو د پايلو په اړه وويل: «زه نن عمومي مشر یم خو نه پوهيږم چې د شنبې په ورځ به هم [پر دې مقام] پاته شم که نه.»

د طالبانو حکومت او د ايران ملي امنيت

موسوي د ایران د اسلامي انقلاب بريا د افغانستان په کورنۍ جګړه کې د طالبانو له بريا سره پرتله کوي او وايي: «که تاريخ ته وګورو په يوه هيواد کې هر رادیکالي بدلون هرو مرو د هغه پر ګاونډيانو اغيز لرلی دی او که بيا هم تاريخ ته کتنه وکړو نو تل راديکالي تغيراتو منفي اغیزې لرلي دي.»

موسوي زياته کړه: «د ايران د اسلامي انقلاب تر بريا وروسته موږ د ایران او عراق د جګړې رېښې کولی شو په هغه اغیزو کې ووينو چې پايلې يې د انقلاب د خپريدو مخنيوی او په عراق کې د پېښو لامل شول.»

نوموړي په واضح توګه وويل چې هم د ايران اسلامي انقلاب او هم د طالبانو بريا يو راديکال تغير وو چې دا ډول تغيرات د ګاونډيو هيوادونو د اندېښنې لامل ګرځي.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت د لوېديځې آسيا د برخې دې عمومي مشر د ايران ملي امنيت ته د طالبانو د حاکميت د دوو متفاوتو خطرونو خبره وکړه.

نوموړی مستقيم خطر هغه څه بولي چې د ايران او افغانستان د ګډو پولو څخه سرچينه اخلي او د «ایران پر څو توکمیزې او پر مختلف نظرونو درلودونکې ټولنې» د طالبانو د بریا اغیزې د غير مستقيم خطر په توګه ارزوي.

خو نوموړي د دې خطرونو په اړه د نورو توضيحاتو له وړاندې کولو ډډه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمخه د ایراني شنونکو له خوا د ايران پر ختيځو پولو د پاکستان او سعودي عربستان د نفوذ د پراخيدو او د دغو هيوادونو د نقش د قوي کيدو په اړه اټکلونه شوي ول.

Iran  Rasoul Mussavi
د ايران د بهرنيو چارو وزارت د لويدېځې آسیا د برخې عمومي مشر رسول موسويانځور: Entekhab

که څه هم چې د طالبانو د بريا د غير مستقيمو خطرونو او پايلو په مورد کې د بهرنيو چارو د دې مسئول له خوا دقيق توضيحات نه دي ورکړل شوي، خو د هغه د څرګندونو ژباړه په سرحدي ولایتونو کې په تېره بيا په سني مذهبه سيمو کې د ایران د اسلامي دولت د مخالفينو د پیاوړي کيدو په معنا ده.

موسوي زياتوي چې «په دې ډول تفکر درلودو سره» د طالبانو د حکومت له خوا د ايران د اسلامي دولت پر وړاندې رامنځته شوی ستراتيژيک ګواښ حتمی دی. 

ايران او د طالبانو بريا

موسوي اعلان کړی چې د ايران اسلامي دولت هم په ۹۰يمو کلونو کې او هم تر هغه وروسته په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بيرته ستنيدو د مخنيوي له پاره هر ډول هڅې کړي دي.

نوموړي چې د نويمو کلونو په پای کې په تاجيکستان کې د ایران سفير وو، وويل: «موږ په هغه وخت کې هم د تاجيکستان له پلازمېنې دوشنبې څخه له احمد شاه مسعود سره مرسته کړې وه.»

د هغه په آند د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني تيروتنو او د افغانستان په حکومت کې حاکم مالي فساد د دې زمينه برابره کړه چې طالبان يو ځل بيا په افغانستان کې واک ته ورسيږي.

نوموړي ادعا وکړه چې اشرف غني حاضر وو چې حکومت طالبانو ته وسپاري خو د خپلو سياسي مخالفانو سره چې عبدالله عبدالله هم پکې شامل وو، توافق ته ونه رسېد.

حللاره څه ده؟

موسوي وايي چې «له واکه د طالبانو لیرې کول» امکان نه لري. هغه زياتوي: «طالبان په کابل کې واک ته رسیدلي دي او دا خبره هرو مرو د «ایران د ملي ګټو او امنيت» په زيان ده.

هغه په عين حال کې په واضح توګه اعتراف کړی دی چې د دې موضوع سره د چلن کومه لاره نه پيژني او زیاتوي چې له طالبانو سره جنګيدل امکان نه لري. 

نوموړی زیانوي چې ايران په داسې يوه موقعیت کې نه دی چې طالبان له قدرت څخه وپرځوي. هغه زياتوي چې د افغانستان په اوسنيو شرايطو کې د طالبانو ماته د داعش د بریا په معنا ده چې د طالبانو په پرتله ور څخه پيښ ګواښونه او خطرونه «په کراتو بدتر» دي.

هغه د سيمې د نورو هيوادونو دريځونو ته چې روسيه، چين او پاکستان هم پکې شامل دي د طالبانو د په رسميت پيژندلو په توګه ګوري او وايي چې د افغانستان د راتلونکي په اړه د تهران د چهار شنبې ورځې غونډه د پاکستان د غونډې يو ګام شاته وه. د هغه په خبره د تهران په ناسته کې د «رسميت پيژندنې» کليمه هيڅ ياده نه شوه.

ب. ص/ ن.ز (دويچه ويله فارسي)