1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فارس خلیج کې د امریکا بم غورځوونکي الوتکې

۱۳۹۹ آذر ۲۶, چهارشنبه

واشنګټن د فارس خلیج پر فضا د دوو ستراتیژیکو الوتکو له پرواز سره تهران ته خبرداری ورکړی دی. په خلیج کې د ایران مخالفین بیا په یوه بل ځای کې د امنیتي تضمین په لټه کې دي.

https://p.dw.com/p/3mnU9
USA Iran Spannungen Symbolbild U.S. Air Force B-52
انځور: Reuters/K. Hong-Ji

تيره اوونۍ د امریکا ۵۲-B ډوله جنګي الوتکو د دغه هیواد له لویزیانا ایالت څخه خپل پرواز پیل او وروسته له ۳۶ ساعتونو اوږد مزل څخه قطر او بحرین ته نږدې د فارس خلیج پر فضا یي د سعودي عربستان پر لور په منحني ډول حرکت وکړ.

د امریکا د پوځ په حواله دغو الوتکو د ایران له ساحل سره امنیتي واټن مراعت کړی وو. زیاته شوې ده چې دغه امریکایي بم غورځوونکي الوتکې د یادو دریو هیوادونو د الوتکو له خوا بدرگه کیدلې. د نوومبر مياشتي په پای کې هم دې ته ورته یوه بم غورځوونکې سیمې ته استول شوې وه.

د شمالي افریقا، نږدې ختیځ او مرکزي آسیا له پاره د امریکا د قومندې مرکز په یوه بیانیه کې راغلي دي چې د ستراتیژیک بم غورځونکو الوتکو ماموریت او «له څو سیمه ایزو متحدینو سره د هغوی چټکه همغږي، له هغوی سره زموږ نږدې همکاري او د سیمې د امنیت او ثبات په برخه کې ګډې همکارۍ ته زموږ ژمنتیا ښکاره کوي.»

امریکا د ویټنام په جګړه کې هم له ۵۲-B ډوله بم غورځوونکو الوتکو څخه چې په اټومي وسلو د سمبالیدو توان لري د خپل نړیوال ستراتیژیک لاس رسي د سمبول په توګه استفاده کار اخيستی وو.

کارپوهان وایي چې ترمپ غواړي په دې توګه په منځني ختیځ کې د امریکا متحده ایالاتو پر سیاست د تائید مهر ولګوي او د خپل کاري دورې په پای کې هم د ایران پر رژیم د لګول شوو بندیزونو پر دوام او فشار واردولو ټینګار وکړي، څو په راتلونکي کې هم له ایران سره اټومي تړون ته د امریکا د بیرته ستنیدو په برخه کې د امریکا ولسمشرۍ ته انتخاب شوي جو بایدن ته لاره ستونزمنه کړي.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب