1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا: له ایران څخه د ۸۵۰ زره افغان مهاجرو بیرته لیږل

۱۳۹۹ دی ۲۷, شنبه

د افغانستان د کډوالو چارو د وزارت په حواله په تیر میلادي کال کي ۸۵۰ زره افغان مهاجر له ایران څخه افغانستان ته استول سوي. ددې کار علت په ایران کي د کرونا د ویروس ډیر خپریدل او بیکاري په گوته سوی.

https://p.dw.com/p/3o12o
Afghanistan Herat Coronavirus Rückkehrer aus dem Iran
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Sarfarazi

د افغانستان د کډوالو چارو د وزارت ویاند وایي چي د ۱۳۹۹ م کال په پسرلي کي خپل اوج ته د کرونا د ویروس تر رسیدو وروسته، هره ورځ شاوخوا ۱۵ زره افغان مهاجر بیرته خپل هیواد ته استول سوي.
دغه بهیر په راوروسته میاشتو کي که څه هم یوڅه کرار سو خو بیا یې هم ادامه درلوده. محمد رضا باهر د شنبې په ورځ د ایرنا خبري آژانس ته وویل چي د ۲۰۲۰ م کال تر پایه څه ناڅه ۸۵۰ زره افغان مهاجر افغانستان ته ستانه سوي دي.

په کرونا باندي د اخته کیدو اندیښنه او بیکاري
په ایران کي په کرونا باندي د اخته کیدو له امله اندیښنه او په دغه هیواد کي د کسب و کار دریدل، افغانستان ته د مهاجرو د بیرته استولو اصلي دلیل بلل کیږي.
د کډوالو نړیوال سازمان، د تیرکال په اکتوبر کي اعلان کړی وو چي د ۲۰۲۰ م کال له پیله، تر هغه وخته پوري، شاوخوا ۶۰۰ زره افغان مهاجر بیرته خپل ټاټوبي ته استول سوي. د نوموړي سازمان په حواله زیاتره دغه مهاجر د نیمروز او اسلام قلعه له سرحدونو څخه افغانستان ته داخل سوي دي.
دا په وروستیو کلونو کي له ایران څخه د افغان مهاجرو د داوطلبانه او اجباري استوني پراخه څپه ده. تیره څپه له اټومي تړون څخه د امریکا تر وتلو او د ايران د اسلامي جمهوریت په وړاندي، د هغو لغوه سوو بندیزونو تر بیرته وضع کیدو وروسته پیل سوې وه چي دغه هیواد یې له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ کړ.
نوموړی وزارت وایي چي د دغو مهاجرو تقریباً ۴۰ زره کسان په اجباري او پاته کسان په داوطلبانه ډول افغانستان ته ستانه سوي. تیر کال له افغان مهاجرو سره د ایران د سرحدي او نظامي مامورینو د ناوړه چلند په هکله ډیر رپوټونه خپاره سول چی پر شواهدو سربیره هغه د ایراني مسئولیونو له خوا رد کړای سول.

ناامني ، بیکاري او بیاځلي مهاجرت
د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولي د مستقیمو خبرو اترو پر پیل کیدو سربیره، په دغه هیواد کي امنیتي وضعیت همداسي خطرناک دی او سربیره پر هغه اقتصادي وضعیت هم له بحران سره مخامخ دی.
له همدې کبله که څه هم افغانستان ته د دغو مهاجرو استول دوام لري، خو ډیری یې پس له یو څه وخته بیرته ایران ته ځي. د افغانستان د مهاجرو چارو وزارت وایي چي په اوس وخت کي هره ورځ له ایران څخه شاوخوا ۱۰۰۰ تنه افغان مهاجر د نیمروز له لاري هرات ته ستنیږي.
د ایرنا د رپوټ په حواله محمد رضا باهر په افغانستان کي بیکاري د دغو مهاجرو په وړاندي ستر چلنج بللی او زیاتوي چي ډیری دغه کسان تر څه مودې بیکارۍ وروسته بیرته مهاجرت ته مجبوره کیږي.
هغه وایي په تیر میلادي کال کي ۲۵ زره افغان مهاجر له پاکستان او ۱۲ زره له ترکیې څخه افغانستان ته استول سوي دي. د هغه په خبره، په همدې موده کي له اروپایي هیوادونو څخه هم ۶۶۵ تنه افغان مهاجر په اجباري توگه افغانستان ته استول سوي چي ۲۷۰ تنه یې په داوطلبانه ډول ستانه سوي دي.