1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

نرگس محمدي ته د نوبل جايزې پر ورکړه د ايران غوسه

۱۴۰۲ مهر ۱۵, شنبه

د ایران حکومت یو شمېر چارواکو د بشري حقونو دغې فعالې ته د نوبل د سولې د جایزې ورکول د نرګس محمدي د نوم له اخیستو پرته یو سیاسي او تعصبي عمل ياد کړی دی. امیر عبدالهیان، قاسم سلیماني د «نړيوالې سولې غوره سمبول» یاد کړ.

https://p.dw.com/p/4XEod
د ۲۰۲۳ م کال د نوبل د سولې جایزې ګټونکې l نرګس محمدي l
د ۲۰۲۳ م کال د نوبل د سولې جایزې ګټونکې l نرګس محمدي lانځور: Reihane Taravati/Middle East Images/AFP via Getty Images

د ایران یوشمیر چارواکو  د نرګس محمدي له نوم اخيستلو پرته د بشري حقونو دغې پیژندل سوي فعالې ته د نوبل د سولې جایزې پر ورکولو خپله غوسه څرګنده کړې ده. 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د جمعې په ورځ د (اکتوبر پر۶ مه) په خپله شخصي ایکس  پاڼه  کې  په يو پيغام کې د ایران  د قدس ځواکونو پخوانی قومندان قاسم سلیماني «د نړيوالې سولې غوره سمبول» یاد کړی دی.

 سلیماني د اروپا او امریکا د بندیزونو په لیست کې شامل وو  او د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د بغداد په هوايي ډګر کې ووژل سو.

په سیمه کې د ایران  د نیابتي ځواکونو پیاوړتیا، نظامي تحرکات او همدارنګه د بشار الاسد د دیکتاتور رژیم په څیر د رژیمونو ملاتړ د سلیماني کارونه بلل کیدل.

امیر عبدالهیان د قاسم سلیماني په جنازه کې د خلکو ګډون «د سلیماني په تاریخ کې ترټولو تلپاتې جایزه» بللي وه.

عبدالهيان دا وه نه ویل چې د قاسم سلیماني جنازه د حکومت په ملاتړ ترسره سوه او د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د «ښځې، ژوند او ازادۍ» په نوم د لاریونونو په ترڅ کې د پخواني وژل سوی قوماندان سلیماني ګڼ شمېر انځورونه او مجسمې د اعتراض کوونکو له خوا وسوځول سوې.

د بهرنیو چارو د وزیر امیر عبدالهیان د لیکنې په غبرګون کې ډیریو کاروونکو هغه ته جوابونو ليکل شوي دي. د مثال په توگه دا يې ورته لیکلي دي چې د تاریخ په اوږدو کې په هېوادونو کې یو شمېر دیکتاتورانو لکه په روسیه کې د سټالین د حکومت جنازه هم  د بې حسابه  خلکو په حضور کې سوې وه.

موږ یې غندو؛ او دا سیاسي کار دی

د ایران حکومت  د بهرنیو چارو د وزارت ویاند  نرګس محمدي  داسي یاده کړله چې «په پرله پسې توګه له قوانینو څخه د سرغړونې او جنایي کړنو په ترسره کولو محکومه  سوې ده ».

ناصر کنعاني د دغې معتبرې نړیوالې جایزې ورکول «یو طرفه سیاسي کړنه او د ایران په وړاندې د لویدیځو هیوادونو له لوري د فشار یوه بله کړۍ » وبلله او هغه یې وغندله.

کنعاني د دغې جایزې ورکول «د ځینو اروپايي هیوادونو  د مداخلې او د ایران پر ضد د سیاستونو له مخې یو سیاسي اقدام» وباله.

نرګس محمدي؛ د بشري حقونو په لاره کې هوډمنه فعاله

نرګس محمدي د ۱۳۵۱ کال د غوايي په میاشت کې د زنجان په ښار کې زېږېدلې ده. هغه د اویایمې لسیزې په نیمایي کې په مطبوعاتو کې کار پیل کړ او د بشري حقونو ، ټولنیزو مسایلو  سربیره یې په ځانګړي ډول د ښځو او زده کونکو په برخه کې ډیری مقالې لیکلي دي.

هغه د بشري حقونو په مسلو کې ډیر تمرکز کاوه او د بشري حقونو د مدافع ټولنې غړی سوه. د دې ادارې مشري شیرین عبادي کوي.

شیرین عبادي  د نوبل د سولې جایزې یوه  بله ایرانۍ ګټونکې ده ، عبادي دغه معتبره نړیواله جایزه په ۲۰۰۳م  کال کې ترلاسه کړي وه .

نرګس محمدي په تېرو څو کلونو کې څو ځلې د بشري حقونو د فعالیتونو له امله د دولت له لوري نیول سوې او اوس هم په زندان کې د بند شپې او ورځي تیروي.

د ۲۰۲۳ م کال د نوبل د سولې جایزې ګټونکې l نرګس محمدي
د ۲۰۲۳ م کال د نوبل د سولې جایزې ګټونکې l نرګس محمدي انځور: Mohammadi family archive photos/Handout via REUTERS

هغه په ۲۰۱۹ م کال کې تهران ته د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې د همږغې کوونکې کاترین اشټن د سفر پر مهال ،  له دغې اروپايي چارواکې سره کتلي وو او له هغه وروسته د حکومت له لوري ونیول سوه.

په دغه  قضیه کې نرګس محمدي ته د ایران د یوې محکمې د قاضي سلواتي له خوا د ۱۶ کاله بند سزا واورل سوه ، او د سزا   ۱۰ کاله یې د تطبیق وړ اعلان سول.

نرګس محمدي چې د وروستیو لسو کلونو ډېره برخه یې په زندان کې تېره کړې، د خپلې ازادۍ په لنډه موده کې یې د عدالت غوښتونکو  او سیاسي زندانیانو سره همږغي سوه .

هغه اوس د ایران د  ایوین په زندان کې زنداني ده، هغې په وروستیو څو میاشتو کې څو ځلې د بندیانو د وضعیت په اړه د لیکونو  په خپرولو سره د سیاسي زندانیانو او د  «ښځې، ژوند، ازادۍ» په نوم لاریون کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي او خشونت  خبر ورکړی و.

ص.ذ/ا.ا