1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاشمالی امریکا

سپینه ماڼۍ: امریکا پر نطنز په حمله کي هیڅ لاس نه لري

۱۴۰۰ فروردین ۲۴, سه‌شنبه

د امریکا حکومت اعلان کړی دی چي هیواد یې د نطنز د برق رسولو پر اټومي تاسیساتو باندي په حمله کي هیڅ لاس نه لري. ایران د دغي حملې مسؤلیت پر اسرائيل او استخباراتي ادارې، موساد باندي اچولی دی.

https://p.dw.com/p/3ruku
USA White House Press Secretary Jen Psaki PK
د سپيني ماڼۍ ویانده، جن ساکيانځور: Drew Angerer/Getty Images

د ایران د نطنز د برق رسولو پر اټومي تأسیساتو باندي تر حملې دوې ورځي وروسته، سپیني ماڼۍ په هغه کي د احتمالي حملې ګډون رد کړی دی.

نیویارک ټایمز د دغي پيښي په ارتباط په هغه رپوټ کي چي د دوو امریکايي او اسرائيلي منابعو په حواله یې نشر کړی وو، د حملې مسؤلیت د اسرائیل پر استخباراتي ادارې، موساد پرغاړه وراچولی وو.

د رویترز خبري آژانس په حواله د سپيني ماڼۍ ویاندي، جن ساکي پرون دوشنبه (د اپریل میاشتي ۱۲ مه) د نطنز د برق رسولو پر اټومي تاسیساتو باندي د حملې هر ډول لاس درلودل رد کړي دي. هغې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال د دغو تاسیاستو په خرابولو کي د اسرائیل د لاس درلودلو له رول څخه هم ډډه وکړه.

رویترز خبري آژانس بیا د ایراني مقاماتو په حواله د نطنز په حمله کي د اسرائيل د لاس درلودلو په اړه رپوټ ورکړی او د هغه څخه یې د ایران او اسرائيل د اوږده پټ جنګ د وروستۍ نمونې په حیث یادونه کړې ده.

د سپيني ماڼۍ ویاندي په عین حال کي په ویانا کي له ایران سره د اټومي تړون د ګډ کمېسيون پر خبرو باندي د دغي حملې د احتمالي تاثیراتو د نظر ورکولو څخه هم ډډه کړې ده.

باید وویل سي چي په ۲۰۱۵م کال کي له ایران سره د اټومي تړون په ارتباط شامل هیوادونو نمایندګان سبا چهارشنبه (د اپریل میاشتي ۱۴ مه) په ویانا کي سره ګوري.