1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ځواکونو وتل؛ د داعش په شان ډلو د بیا فعاليت ویره شته؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۰ اردیبهشت ۲, پنجشنبه

د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټې په رانېږدې کېدو سره په افغانستان کې دا اندېښنې هم مخ پر ډېرېدو دي چې ښايي د القاعده او داعش په شان ډلې بیا ځواکمنې شي. د افغان چارواکو ډاډ څه دی؟

https://p.dw.com/p/3sQjZ
Irak Islamischer Staat Propagandafoto
انځور: picture-alliance/Zuma Press

کارپوهان وايي، د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې نیټې وړاندې چې ټاکل شوې د امریکا او ناټو ځواکونه په بشپړ ډول له افغانستان ووځي، باید په هيواد کې یو سیاسي ټیکاو رامنځته شي.

د کتونکو په باور د سیاسي ټیکاو له پاره د جګړې ښکېل اړخونو ترمنځ د سولې هوکړه لیک او ترڅنګ یې د حکومت او سیاسي جریانونو ترمنځ سیاسي اجماع اړین ګامونه دي.

د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړي غلام ولي افغان دویچه ویله ته وویل، که چېرې افغانان د سیاسي ټیکاو په راوستلو کې ناکام شي، نو د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به هيواد یو ځل بیا ۹۰مې لسیزې ته وروګرځي: «دا اوس چې القاعده او نورې شبکې چې په افغانستان کې فعالیت لري زه وایم د دې ډلو ترڅنګ به نورې ډلې هم را پورته شي.»

د افغان پارلمان دا غړی زیاتوي چې د یوه پیاوړي مرکزي دولت له جوړېدو پرته د ناټو او امریکايي ځواکونو وتل به هيواد کورنیو جګړو ته ورټیل وهي.

ویل کیږي چې په افغانستان کې پر وسله والو طالبانو سربیره داعش، القاعده، د ازبکستان جنګیالي او د پاکستاني طالبانو ترهګري ډلې د افغان دولت پرضد جګړه کوي.

سیاسي شنونکي مطیع الله ابراهیم زي دویچه ویله ته وویل، ددې احتمال هیڅوک نه شي ردولی چې القاعده او داعش به په افغانستان کې بیا پیاوړې کیږي: «که نظام و پاشل شي، حکومتداري ته پام و نه شي دا امکان شته دا او نورې ډلې به بیا راپیدا کیږي.»

«داعش کمزوره شوی خو لا خطرناک دی»

خو د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، داعش په افغانستان کې مات شوی. د دغه وزارت یوه ویاند فواد امان وویل، داسې اندېښنه نه شته چې د داعش او القاعدې په شان ډلې دې بیا سر راپورته کړي: «دا ډلې یوه شیبه هم له افغان ځواکونو سره د مقابلې توان نه لري، اوس هم چې دا ډلې کوم فعالیت کوي د طالبانو او ددې ډلې سره په همغږۍ او ملاتړ یې کوي.»

د امان په خبره، له افغان حکومت سره په دې برخه کې نړېوال متحدین همغږي دي چې که د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم ترهګریزې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه جوړوي، نو د عراق په څېر به بیا هم په هغوی پوځي عملیات ترسره کوي.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د مسؤل جنرال مک کینزي له قوله رپوټ ورکړی دی چې د سپټمبر تر یوولسمي وروسته به امریکا ته سخته وي چې القاعده ډله وڅاري.

د دغه قوماندان په خبره، جو بایدن په افغانستان کې د محدود شمېر سرتیرو د پرېښودو مشوره نه ده منلې او افغانستان ته څېرمه هيوادونو کې د امریکا پوځي آډې نه شته.

د ورځپاڼې په باور دا لومړی ځل دی چې له افغانستان څخه د ناټو او امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو تر اعلان وروسته جګپوړي امریکایي جنرال دغسې څرګندونې کوي.

هغه ویلي دي چې د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به د وخت په تېرېدو سره افغانستان یوځل بیا د امریکا له پاره په یوه ګواښ بدل شي.

زموږ له آرشيف څخه: