1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محب: طالبانو سره د سولې تړون، له داعش سره مبارزه تقویه کوي

۱۳۹۹ آذر ۱۶, یکشنبه

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب تمه لري چې له طالبانو سره د سولې موافقه به د داعش پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د یوه څرګند ملاتړ رامنځته کیدو سبب شي.

https://p.dw.com/p/3mHer
Afghanistan Kabul Nationaler Sicherheitsberater Hamdullah Mohib
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د شنبې په ورځ (د دسمبر میاشتې ۵ نیټه) د بحرین هیواد په پلازمېنه ماناما کې د یوه امنیتي کانفرانس په ترڅ کې ویلي دي چې له طالبانو سره د یوه امنیتي موافقې رامنځته کیدل به دې ته زمينه مساعده کړي چې افغان امنیتي ځواکونه خپله توجه پر«ترهګریزو ډلو لکه داعش» متمرکزه کړي او په دې توګه به یې په ډیرې آسانۍ سره مهار کړي.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې موافقتنامې سربیره په افغانستان کې تاوتریخوالی مخ پر ډیریدو دی. داعش د ډیر شمیر بریدونو ادعا کړې. داعش د یو لړ بریدونو د هغو له ډلې څخه د نومبر په اویلو کې د کابل پر پوهنتون د برید ادعا وکړه چې تر ۲۰ ډیر کسان په کې ووژل شول.

محب په ماناما کې وویل چې د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې تر کنترول لاندې سیمې یي له دوی څخه بیرته نیولي او د دوی مالي سرچینې یي قطع کړي دي او سربیره پر دې توانیدلي دي چې «تروریستي شبکې» تر څار لاندې وساتي.

ښاغلي محب د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د «داعش بریدونه نسبتاً ډیر زیان اړونکي دي او په خلکو کې د ویرې رامنځته کولو سبب کیږي». هغه زیاته کړه چې افغانستان په اوس وخت کې له ډیرو ګواښونو سره مخامخ دی او په دې توګه زمونږ منابع تر فشار لاندې راوستل کیږي.

د سپټمبر میاشتې راهیسې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ روانې خبرې اترې د خبرو اترو د بهیر او مذهبي اختلافاتو له امله په پرله پسې ډول له خنډ او ځنډ سره مخامخ شول. د چهارشنبې په ورځ دواړو اړخونو د خبرو اترو پر اجنډا د توافق خبر وکړ. په راتلونکي پړاو کې به په مشخصو موضوعاتو بحث وشي.

د بین الافغاني خبرو اترو تر پیلیدو مخکې په فبرورۍ میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې یوه موافقتنامه رامنځته شوه. د دې موافقتنامې په اساس امریکا باید د ۲۰۲۱م کال تر نیمایي پورې په تدریجي ډول له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي او په بدل کې یې طالبان باید امریکا ته دا ډاډ ورکړي چې د افغانستان له خاورې څخه به امریکا ته هیڅ ډول امنیتي ګواښ نه پيښږي.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ویلي دي چې د جنورۍ تر نیمایي پورې به په دغه هیواد کې له خپلو پاتې ۴۵۰۰ سرتیرو له ډلې څخه ۲۰۰۰ یي وباسي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د دغه امنیتي غونډې په څنډه کې د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې له افغانستان څخه په پام کې نیول شوي د امریکایي ځواکونو وتل افغان امنیتي ځواکونه تر فشار لاندې راولي: «دا زمونږ ظرفیتونه تر فشار لاندې راولي او همدرانګه زمونږ د امنیتي ځواکونو د روزنې بهیر هم مختلوي.»

سربیره پر دې افغان حکومت به د امریکا د هوایي ملاتړ پورې وابسته وي، څو پر طالبانو خپله برلاسي وساتلی شي، تر هغه وخته پورې افغان امنیتي ځواکونه د هوایي ځواک په برخه کې په کافي اندازه مجهز کیږي.

آژانسونه: ش.ن/ خ. ح