1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څنګه کېدای شي داعشيان محاکمه شي؟

۱۴۰۰ دی ۱۲, یکشنبه

د ترهګرۍ مالي تمویل، کیمیاوي وسلو، عدلي طب او ډیجیټالي آرشیف: د «اسلامي دولت» ډلې د جنایتونو اړوند د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړې ډلې مشر تشریح کوي چې د عدالت له پاره لټون باید په کومو برخو متمرکز شي.

https://p.dw.com/p/453cv
Syrien IS Kämpfer in Raqqa
انځور: picture-alliance/AP Photo

نړیوال سازمان د ۲۰۲۱م کال په سپتمبر میاشت کې پخوانی آلمانی څارنوال کرستیان ریشتر، د UNITAD ډلې مشر وټاکه. د دې ټیم هدف په «اسلامي دولت» یا داعش ډله کې د شاملو هغو کسانو پر وړاندې قانوني اقدامات پورته کول دي چې د بشري حقونو په سرغړونو او جنګي جنایتونو کې په لاس درلودلو تورن دي.

د داعش یا «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې د خپل عروج پر وخت په زرګونو تنه غړي درلودل. د یوه اټکل له مخکې په دوی کې ۴۰ زره بهرني جنګیالي هم شامل وو. دغې ډلې په سوریې او عراق کې ۱۰۰ زره مربع کیلومتره ساحه تر خپل کنترول لاندې راوستلې وه.

دغې ډلې له اسلام څخه افراطي تفسیر اخیسته. داعش د سیمه ایزو اقلیتونو لکه په عراق کې له یزیدیانو او عیسویانو نیولې بیا تر خپل کنترول لاندې سیمو کې د مسلمانانو پر خلاف هم جنایتونه ترسره کړل. پر یزیدي لږکۍ د دوی برید د ملګرو ملتونو له خوا نسل وژنه وبلل شوه.

له ۲۰۱۴م کال را په دیخوا په دغه تش په نامه «خلافت» کې، سړي تښتونه، جنسي تاوتریخوالی او جنسي بریدونه، غلامي، اخاذۍ، قتل او مالي جنایتونه ورځنی معمول دی.

اوس هم تصور کیږي چې داعش سره ۱۰ زره جنګیالي فعاله دي، خو په ۲۰۱۷م کال کې دوی له خپل اصلي مرکز څخه پر شا وتمبول شول او ماته یي وخوړه. ډیر شمیر جنګیالي یي ووژل شول او یا هم بندیان شول. اوس پوښتنه دا ده چې نیول شوي کسان څنګه محاکمه شي. 

کرستیان ریشر وایي چې هغه د خپلې ډلې په مرسته په نړیواله کچه د داعش ارتباطات لټوي. هغه وایي: «دا یوازې د عراق داخلي مسئله نه ده. بالاخره آی اس يا داعش له عراق څخه دباندې هم فعالیت کوي، د بیلګې په توګه په اروپا کې.»

په اوایلو کې د خلیجي هیوادونو په بهرنیو بسپنه ورکوونکو شک کیده چې د داعش مالي ملاتړ کوي، خو کله چې دغو افراطیانو د عراق او سوریې ډیرې سیمې ونیولې، بیا یې اکثره پيسې تر خپل کنترول لاندې سیمو او خلکو څخه ترلاسه کولې. د کارپوهانو په حواله دغې ډلې په ۲۰۱۴م کال کې کله چې دوی د خپل قدرت د اوج په وخت کې وو، دوه میلیارده ډالره پانګه یي درلوده.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

پیسې یې له کومه ترلاسه کولې؟

د ۲۰۲۰م کال په وروستیو کې د امریکا حکومت د اټکل له مخې دغه ډله اوس هم نږدې ۳۰۰ میلیونه ډالره سرمایه لري. خو په دې وختو کې دوی خپل ټول عاید د جرمي فعالیتونو له لارې ترلاسه کوي. دوی پيسې د سړي تښتونې، آخاذۍ، په سیمه کې د نشه یي توکو قاچاق، اروپا ته د انسانانو قاچاق او د عراق او سوریې د لوټ شوو تاریخي آثارو له پلورلو څخه ترلاسه کوي.

داعش په ظاهره کې له چارواکو څخه د بچ پاتې کیدو په موخه د پیسو انتقال او سپينولو یا منځلو له پاره له ډیجیټلي پيسو یا کرپټو کرنسي څخه هم استفاده کړې ده.

ریټشر ډي ډبلیو (دویچه ویله) ته وویل: «د ترهګرۍ د مالي ملاتړ پلټنه اړینه ده، ځکه له دې سره تاسې ته له پاس څخه تر لاندې پورې هر څه په ډاګه کیږي. کله چې داسې پيسې تعقیبوئ، نو تاسې وینئ چې د دغه سازمان جوړښت څنګه دی او په پای کې تاسې داسې خلک پیدا کوئ، چې په واقعیت کې له دې څخه ګټه پورته کوي.»

د آی اس پر ضد شواهد

هر څومره چې د ملګرو ملتونو له ډلې سره د داعش پر ضد شواهد زیاتیږي، د ریشر په باور همدمره زر به د داعش غړي د عدالت کټارې ته راوستل شي. خو دا کار شاید کلونه وخت ونیسي: «زه درک کولی شم چې د دغو جنایتونو قربانیان ولې وارخطا دي. هغوې غواړي د عدالت پلي کیدل وويني.»

 ریشر وایي هغه هیله لري چې دفتر به یي د ډیټابیس يعنې د ارقامو د يوې زېرمې په اساس کار وکړي چې له هغې څخه به نور خلک مرسته ترلاسه کړای شي، په ځانګړي توګه کله چې د داعش د کوم غړي محکمه جریان ولري.

خو د نړیوالو جنایتونو په اړه څیړنې او تحقیقات، د بیلګې په توګه د بشریت ضد جرایمو دوسیې تل ډیر وخت نیسي: «کمبودیا او روانډا ته وګورئ. خو داسې هم کیږي، لکه مونږ چې د فرانکفورت د قضیې په برخه کې وليدل.»

په دې وروستیو کې په فرانکفورت کې یوې آلماني محکمې د داعش يوه غړي ته سزا اورولې وه او د یزیدیانو پر ضد د دغې ډلې اقدامات یي نسل وژنه بللې وه.

کیترین شائیر: ش.ن/ ن.ص