1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: پر اسرائیلي ټانکر برید ته به «مناسب ځواب» ورکړو

۱۴۰۰ مرداد ۱۱, دوشنبه

تر اسرائیل او بریتانیې وروسته اوس امریکا هم ایران د عمان سمندر په سواحلو کې پر اسرائیلي ټانکر د برید مسئول وباله. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه برید ته د «مناسب ځواب» ورکولو ژمنه وکړه.

https://p.dw.com/p/3yPtm
USA Antony Blinken
انځور: Alex Brandon/AP Photo/picture alliance

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د امریکا د بهرنیو چارو وزير انتوني بلینکن د یکشنبې په ورځ وویل چې متحده ایالات اوس له خپلو متحدینو سره دغه برید ته د «مناسب ځواب» ورکولو پر پریکړې خبرې اترې او نظرونه تبادله کوي.

بلینکن ټینګار وکړ چې امریکا د شواهدو تر برسۍ وروسته  دې نتیجې ته رسیدلې ده چې ایران د جولای په ۲۹ نیټه د بی پیلوټه الوتکې په وسیله دغه برید ترسره کړی دی. په دغه برید کې یو تن بریتانوی او یو رومانوی وګړی وژل شوي ول.

بلینکن ټینګار کړی دی چې د دې حملې له پاره هیڅ توجیه شتون نه لري. هغه وویل چې د ایران اقدامات نړیوال تجارت، د کښتۍ چلونې آزادي او د کښتيو د پرسونل ژوند په خطر کې اچوي.

مخکې تر دې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دومینیک راب، او د هغه اسرائیلي سیال ویائیر لاپيد هم ایران د دې برید مسئول ګڼلی وو.

یائیر لاپید د شنبې په ورځ له انتوني بلینکن سره لیدلي وو او په دې اړه یې خبرې کړې وې. بلینکن د دې لیدنې کتنې پر مهال له اسرائیلو سره ژمنه کړې وه چې حقایقو ته د رسیدو له پاره د څیړنو په برخه کې به له اسرائیل سره مرسته وکړي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص