1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائيلو او سعودي چارواکو پټې خبرې اترې

۱۳۹۹ آذر ۳, دوشنبه

دوو راډيويي شبکو ويلي دي چې د اسرائيلو لومړی وزير د خبرو له پاره سعودي عربستان ته تللی وو. د اسرائيلو او سعودي اړيکي په دې وروستيو کې د ايران په اړه د گډې انديښنې له کبله يو څه تودې شوي دي.

https://p.dw.com/p/3liJf
Israel Tel Aviv | Wahlen | Benjamin Netanyahu
انځور: Artur Widak/picture-alliance / NurPhoto

د اسرائيلو رسنيو د دوشنبې په ورځ (د نومبر ۲۳مه نيټه) رپوټ ورکړی چې لومړي وزير بنيامن نتنياهو د يکشنبې په ورځ سعودي عربستان ته پټ سفر درلود او هلته یې د وليعهد محمد بن سلمان او د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پمپيو سره ليدلي دي.

خو د اسرائيلو د پوځي راډيو او د «Kan» شبکې پر دې رپوټونو نه د نتنياهو دفتر او نه هم د امريکا د بهرنيو چارو وزارت کومه تصبره کړې ده.

له تل ابيب څخه پرواز

د راډيو شبکې د رپوټونو پر اساس د « Gulfstream IV» شخصي جټ الوتکې تل ابيب ته څیرمه پر ځايي وخت ماښام څه کم شپږو بجو د بن - گوريان له نړيوال هوايي دگره پرواز وکړ.

زياته شوې ده چې دغه الوتکه د ماستخوتن پر څه کم لسو بجو نيوم ښار ته رسیدلې چیرته چې د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د امریکا د بهرنيو چارو وزير مایک پمپيو سره د ليدنې کتنې له پاره لا دمخه هلته موجود وو.

پمپيو دمگړۍ د امريکايي خبريالانو له يوې ډلې سره د منځني ختیځ په سفر بوخت دی.

اړونده موضوع: متحده عربي امارات او اسرائيل د مناسباتو پر عادي کولو توافق کړی

د ترمپ حکومت د اسرائيلو او سعودي عربستان د گاونډي هيوادونو متحده عربي امارات او بحرين ترمنځ د سولې يوه تړون له پاره منځگړيتوب وکړ. د اړيکو نورمالول د ايران په تړاو له گډو اندیښنو څخه سرچينه اخلي.

د سعودي عربستان حکومت په ماضي کې په څو ځلي ويلي چې تر هغه به اسرائيل په رسميت ونه پيژني تر څو فلسطنيانو يو خپلواک دولت ترلاسه کړی نه وي.

خو له کالونو راهيسې د اسرائيلو مسلمان اتباع د حج او عمرې له پاره سعودي عربستان ته سفرونه کوي. خو دوی په عمومي توگه دا سفر د ځانگړي جواز په درلودو او يا د خارجي پاسپورت په کارولو سره کوي.

ب.ص/ ن.ز (AP, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: