1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیلي لرغون پوهانو د چرګي زر کلنه هګۍ موندلې ده

۱۴۰۰ خرداد ۲۰, پنجشنبه

اسرائیلي لرغون پوهانو د چرګي يوه هګۍ کشف کړې ده چي شاوخوا زر کاله تاریخي قدامت لري. دغه هګۍ د تل ابیب په جنوب کي د یوې سیمي په پخوانۍ کنده کي، د کیندنو پر وخت کشف سوې ده.

https://p.dw.com/p/3uh4W
Rund 1000 Jahre altes intaktes Hühnerei in Israel gefunden
په اسراییلو کی دغه زرکلنه هگۍ موندل سوېانځور: Israel Antiquities Authority/dpa/picture alliance

د اسرائیل لرغون پیژندني ادارې د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چي لرغون پیژندونکو د چرگي دغه هگۍ روغه له خاورو څخه راایستلې ده.

د اسرائیل د لرغون پیژندني ادارې کارکونکي، لی پری گال په یوې اعلامیه کي ویلي: «په نړۍ کې دغه ډول کشف په خپل ډول کي بې ساری دی».

د پيل مرغ هگۍ کله ناکله کشف کیږي، خو پوست يې ډېر کلک وي او د چرگي د هگۍ په شان په آسانۍ سره نه ماتیږي.

د چرگي دغه کشف سوې هگۍ په اسلامي دورې پوري اړه پیدا کوي او د انسانانو د اضافه موادو په منځ کي په یوه سوري کي ساتل سوې ده.

آلا ناگورسکی، مدیر حفاری اداره باستان شناسی
د لرغون پیژندني د ادارې د کیندنو مدیره ،آلا ناگورسکیانځور: Assaf Peretz/Israel Antiquities Authority/dpa/picture alliance

د لرغون پیژندني ادارې د کیندنو مدیره، آلا ناگورسکي له یوه «حیرانتیا وړ« کشف ګڼلی دی او وایی: »اوس د چرگي هگۍ ځیني وخت د مغازو په کارتنونو کي لا روغه نه پاتیږي».

د لرغون پیژندني ادارې د رپوټ له مخي، په اسرائیل کي د چرگانو د ساتلو دود ۲۳۰۰ کاله مخکی پیل سوی وو. تر میلاد وروسته اومه پیړۍ کي په دغه سیمه کي د خوګ د هډوکو د پیدا کولو په برخه کي د پام وړ کموالی لیدل کیږي چي په اسلامي دوره کي د خوګ غوښي د ممنوعیت د نخښي علامه ده.

این تخم مرغ حدود پنج سانتی متر قطر دارد
د چرګي دغه هګۍ ۵ سانتي متره قطر لريانځور: Dafna Gazit/Israel Antiquities Authority/dpa/picture alliance

د لرغونو آثارو پلټونکی لی پری گال وايي چي په هغه وخت کي له چرگانو او د هغوی له هگیو څخه د پروتین د پوره کولو له پاره گټه اخیستل کیدله.

هغه د چرگي د دغي کشف سوي پخوانۍ هگۍ د وضعیت په اړه وویل: «متاسفانه د چرگي دغه هگۍ یو کوچنی درز پیدا کړی او د وخت په تیریدو سره یې ډیر مایعات دباندي وتلي دي».

یوازي د هغې ژیړ یو څه پاته دي چي د "دی ان ای" آزمویني له پاره ساتل سوې.

دغه کیندنه چي د زرکلني هگۍ د پيدا کیدو سبب سوه، د یبنه په ښار کي وه.

GP/NZ(dpa)