1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د اسرائيل يو وزير له حماس سره د توافق لومړۍ نخښې ويني»

۱۴۰۲ اسفند ۳, پنجشنبه

د يوه راپور په حواله د جنګ لپاره د اسرائيل د ځانګړي کابينې وزير، بيني ګانتس ويلي دي چې د اختطاف شوو اسرائيليانو په هکله د حماس سره يو نوي توافق ته د رسېدو لومړۍ نخښې ويني.

https://p.dw.com/p/4cjjN
Israel | Benny Gantz spricht in Jerusalem
د جگړې لپاره د اسرائيل د کابينې وزير، بېني گانتسانځور: Debbie Hill/ UPI Photo/Newscom/picture alliance

د اسرائيلي رسنيو د راپور له مخې د جګړې لپاره د اسرائيل د ځانګړې کابينې غړي وزير، بيني ګانتس ويلي دي چې که د حماس سره توافق رامنځته نشي، نو اسرائيل چمتو دی چې په رفح کې تعرض پېل کړي. رفح د غزې په سويل کې پروت ښار دی. د ګانتس د دغو څرګندونو په تړاو د اسرائيل بيلو رسنيو د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۴ کال د فبرورۍ ۲۲) راپورونه ورکړل.

بيني ګانتس د يادې موضوع په تړاو نور تفصيلات نه دي وړاندې کړي.

د اختطاف شوو اسرائيليانو تبادله

مصر، قطر او امريکا متحده ايالات هڅې کوي چې په غزه کې د اوربند په هکله يو تفاهم رامنځته کړي. د تفاهم د يوې برخې له مخې به د اسرائيل هغه اختطاف شوي کسان چې په غزه کې دي، هغوی به په اسرائيل کې د بندي شوو فلسطينيانو سره په بيلو پړاوونو کې تبادله کيږي.

دمګړی په قاهره کې د حماس سره و يو توافق ته د رسېدو لپاره هلې ځلې روانې دي. د اسرائيلي رسنيو د راپورونو په حواله لوړ پوړي منځګړي به د جمعې په ورځ پاريس ته هم ورسيږي.

تېر نوامبر د يوې اونۍ د اوربند پر وخت  ۱۰۵ اختطاف شوي اسرائيليان د ۲۴۰ فلسطيني قيديانو سره تبادله شول. دغه تبادله د اسرائيل او حماس تر منځ د يو توافق په ترڅ کې ممکن شوې وه. د اسرائيلو او فلسېطينيانو تر منځ شخړهکې پخوا هم دا ډول تبادلې شوي دي.

پاته ۱۰۰ اختطاف شوي لا ژوندي دي

د اسرائيل د معلوماتو له مخې پاته تقريبا ۱۰۰ اختطاف شوي اسرائيليان لا ژوندي دي. دغه هيواد په عيني حال کې پر رفح باندې د پوځي تعرض لپاره چمتو والی نيسي. رفح د مصر سره پر سرحد پروت ښار دی. د اسرائيل په وينا د دغه تعرض مقصد به يې د حماس د جنګياليو له منځه وړل وي.

خو اندېښنې په داسې حال کې مخ پر زیاتېدو دي، ځکه چې په سلونو زره بېځايه شوي فلسطينيان دغه ښار ته ورغلي دي. د اسرائيل پر دغه پلان په پراخه توګه نيوکي شوي دي. 

د امريکا متحده ايالاتو يو راپور ويلي دي چې پر رفح پلان شوی تعرض به ښايي تر روژې مياشتې مخکې پېل نشي. په وينا يې که پر دغه ښار د روژې په مياشت کې تعرض وشي، نو به د مسلمانانو لپاره يو پاروونکی عمل وي. د روژې مياشته تقريبا د مارچ پر لسمه نېټه پېلېدونکې ده. خو مخکني راپورونو کې داسې ويل شوي ول چې په رفح کې د عملياتو لپاره د روژې مياشت مهلت ټاکل شوی دی.

dpa cir xxde arw cvp/A.A./N.Z.