1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناکامورا تر مرگ يو کال وروسته د هغه پروژې چيرته رسېدلي؟

۱۳۹۹ آذر ۱۴, جمعه

يو کال وړاندي ډاکټر تیڅو ناکامورا په جلال اباد ښار کې وسله والو کسانو له خپلو پنځو ساتونکیو سره یو ځای په ډزو وواژه؛ د هغه نابشپړي پروژې څرنگه شوې او آيا قاتلین يې ونيول شول؟

https://p.dw.com/p/3mDjJ
Afghanistan l Japanischer Arzt Tetsu Nakamura bei einem Angriff in Afghanistan getötet
انځور: Reuters/Kyodo/Mandatory

ډاکټر تیڅو ناکامورا جاپانی الاصله افغان و، چې له ۲۰۰۰م کال وروسته یې په افغانستان کې لومړی د روغتیا په برخه کې کارونه پیل او وروسته یې لویو بشري پروژو ته پسې وغځول.

هغه د ننګرهار په خېوې، کامې، دره نور او بهسودو ولسوالیو کې د کرهڼې او اوبو لګولو په برخو کې د لسونو میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پلې کړي، چې له امله یې په زرونو جریبه ځمکه اوبيږي او په سونو زره انسانان ترې په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه ګټه اخلي.

د کونړ له سینده د نیږدې ۳۰ کیلومتره اوږده کانال پورته کول یې تر ټولو لویه او بې سارې پروژه ده، چې په جوړېدو سره یې په خېوې ولسوالۍ کې شاوخوا درې زره هکټاره للمي ځمکه پرې اوبيږي.

د ناکامورا جنازه ولسمشر غني پر خپلو اوږو انتقال کړه
د ناکامورا جنازه ولسمشر غني پر خپلو اوږو انتقال کړهانځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

هغه پر دغه پروژه په ۲۰۰۳م کال کې کار پیل او پر۲۰۱۰م کال کې پای ته ورساوه.

دغه راز، د مروارید کانال په ګډون ډاکتر ناکامورا د کونړ او کابل له سینده اته نور لوی او کوچني کانالونه او بندونه رابیل کړي چې د PMS موسېسې په وینا، له دغو ټولو کانالونو ۲۵ زره هکټاره ځمکه اوبيږي او تر يو میلیون ډېرو انسانانو ترې ګټه واخستله.

د PMS جاپانۍ موسېسې د دې مشر (د افغانانو د خواخوږي) کاکا مراد تر وژلو وروسته د ننګرهار چارواکو اعلان وکړ چې د ډاکټر موراکامي په نوم یو بل کس د دغې ادارې مشرۍ ته ټاکل شوی؛ خو هغه لا تر اوسه افغانستان ته سفر نه دی کړی.

وروسته د ډاکتر ناکامورا یوې لور اکیکو هم غوښتل د خپل پلار د نیمګړو پروژو بشپړولو له پاره افغانستان ته ولاړه شي؛ خو هغه کیسه هم همداسې ګنګه پاتې شوه.

د PMS موسېسې یوه ځايي افغان کارکوونکي انجینیر فهیم شیرزاد ویلي، ډاکټر ناکامورا د مروارید لومړي او دویم کانال د پاکوالي له پاره د۲۰۲۰م کال تر ډیسمبر مياشتي پوري بودجه لرله او اوس د دغو کانالونو پاکول روان دي؛ خو زیاتوي چې له دې وروسته نه پوهېږي یاده موسسه نور کوم کارونه په پلان کې لري.

د ننګرهار د خېوې ولسوالۍ یو اوسېدونکی جان محمد وايي، د مروارید پر کانال د کار له پیله له کاکا مراد سره اشنا شوی و، کار یې ورسره کاوه او اوس هم په همدې کانال کې کار کوي؛ خو وژنې یې د ده په گډون ټول افغانان خفه کړي دي.

هغه له حکومت غواړي چې ژر تر ژره دې د ډاکټر تیڅو ناکامورا قاتلین پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

که څه هم د ناکامورا له وژل کېدو یو کال تېرېږي؛ خو لا یې هم قاتلین نه دي نیول شوي او د ننګرهار والي ضیالحق امرخېل کال وروسته هم د حکومت هغه ژمنه تازه کوي، چې د ډاکټر ناکامورا قاتلین به نیسي.

افغانانو ډاکټرناکامورا، کاکا مراد او د ابادۍ اتل باله.

افغان حکومت ورته د هغه د بې ‌ساري خدمت له امله افتخاري تابعیت هم ورکړی و.

د هغه وژنه هغه مهال په ټوله نړۍ کې وغندل شوه او د یوه کال په تېرېدو سره اوس یو وار بیا ټول افغانان خواشیني او د خپل یوه خواخوږي او د شاړو دښتو د ابادوونکي په یاد اوښکې تويوي.

اميد ديدار/ ننگرهار

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب