1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بايدن او غني له ملاقات څخه تمي څه دي؟

۱۴۰۰ خرداد ۳۱, دوشنبه

افغان ولسمشر به په داسې حال کې له خپل امريکايي سيال جو بايدن سره خبرې اترې وکړي چې طالبان وار په وار پياوړي کيږي. تمه کيږي چې بايدن به د اقتصادي او بشري مرستو ژمنه وکړي.

https://p.dw.com/p/3vGgk
Afghanistan l Nationaler Tag der Sicherheitskräfte in Kabul, Präsident Ghani
انځور: Afghan Presidency Press Office/AA/picture-alliance

سپيني ماڼۍ د يکشنبې په ورځ (د جون ۲۰مه نېټه) وويل چې د امريکا ولسمشر جو بايدن به د روانې اونۍ په پای کې له ولسمشر غني سره وګوري.

په داسې حال کې چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه د بشپړ وتلو په چارو بوخت دي، د افغانستان په ډېرو برخو کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سختې نښتې رواني دي.

په پام کې ده چې راتلونکې جمعه به ولسمشر جو بايدن له خپل افغان سيال محمد اشرف غني ملاقات ولري. دا به واک ته د بايدن له رسيدو راهيسې د دواړو مشرانو لومړي ملاقات وي.

د رپوټونو په حواله د امريکا ولسمشر به د دې ليدنې کتنې په ترڅ کې له افغانستان سره د ديپلوماتيکو اړيکو، اقتصادي مرستو او هر ډول بشري مرستو د ورکړې ژمنه وکړي څو افغانستان يو وار بيا د ترهګرو پر ځاله بدل نه شي.

خو تر ټولو مهمه داده چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو له اعلان راهيسې د افغان امنيتي ځواک او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستی دی او ادعا کيږي چې طالبانو څه نا څه ۳۰ نورې ولسوالۍ نيولي دي.

د طالبانو غبرګون څه دی؟

له ولسمشر غني سره به د امريکا په دې سفر کې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم مل وي او د جمعې په ورځ به له بايدن سره وګوري. خو د طالبانو مشترتابه د غني دا سفر يوه بې ځايه هڅه بللې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي: «هغوی به د خپلې څوکۍ، واک او خپلو شخصي ګټو د خوندي کولو له پاره له بايدن سره خبرې وکړي. له دې خو افغانستان ته هیڅ ګټه نه رسيږي.»

ولسمشر غني تر اوسه پوري د دې سفر په اړه څرګندونې نه دي کړي، خو رويترز خبري آژانس ليکلي چې ځيني لوړ پوړو افغان چارواکو ويلي دي چې هغوی له امريکا څخه د امنيت تضمين غواړي.

Schweiz l Biden und Putin treffen sich in Genf l PK Biden
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډنانځور: Patrick Semansky/AP/picture alliance

د بايدن پلان څه دی؟

امريکا متحده ايالات دمګړۍ هغو افغانانو ته د پناه د ورکړې په اړه غور کوي چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د ناټو ائتلاف سره همکاري کړې ده.

د روانې میلادي میاشتې په پېل کې د کانګرس ۲۰ غړيو ولسمشر جو بایدن ته په يوه لیک کې غوښتنه کړې وه چې د هغو تر ۱۸ زرو زياتو ترجمانانو او د هغوی د کورنيو رايستلو ته اړتيا ده چې د امريکا د ویزې غوښتنه یې کړې ده.

د جمهوري غوښتونکو او ديموکرات دواړو ګوندونو غړيو په خپل دې خط کې ويلي چې په امريکا کې د دې ډول عريضې د بررسۍ له پاره په عمومي توګه تر دوو کلونو ډېره موده په کار وي، خو د ځواکونو وتل به اوس تر ۱۰۰ هم په لږو ورځو کې بشپړ شي، له دې کبله د دغه کسانو عريضو ته باید چټکه پاملرنه شي.

د امريکا د ملي امنيت مشاور جيک سوليون د يکشنبې په ورځ پر همدې موضوع د خبرو پر وخت وويل چې د سپينې ماڼۍ له پاره دا يوه ډېره مهمه موضوع ده او د دغو کسانو د عريضو بررسي یې چټکه کړې ده.

نوموړي زياته کړه: «موږ دغه غوښتنليکونه ارزوو او دغه خلک په چټکۍ سره راباسو. د هغو ځينو اړينو شيانو د ښه کولو په موخه چې له کبله یې دغه پروسه يو څه سسته ده، دمکړۍ د کانګرس په کار بوخت يوو.»

سوليون په دې ترڅ کې هغه ګنګوسې رد  کړل چې ګني ولسمشر بايدن به د ځواکونو د را ايستلو په اړه پر خپله تګلاره کيدای شي له سره غور وکړي.

په قطر کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې لا هم د ځنډ ښکار دي.

د يکشنبې په ورځ طالبانو ويلي ول چې د سولې مذاکرات ته ژمن دي او په افغانستان کې د يوه «واقعي اسلامي» نظام غوښتونکي دي.

ب. ص/ ن. ز (AFP, dpa, Reuters)