1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ جو بايدن ته د واک سپارل تائيد کړل

۱۳۹۹ آذر ۴, سه‌شنبه

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ له څو اوونيو راهيسې انتخاب شوي ولسمشر جو بايدن ته د واک د ليږدولو له پاره د چمتوالي مخه نيولې وه. هغه اوس دغه کار نه کوي، خو د ماتې منلو خبره یې هم نه ده کړې.

https://p.dw.com/p/3lkSq
Washington | Präsident Trump Statement Operation Warp Speed
انځور: Carlos Barria/REUTERS

د امريکا متحدو ایالاتو ولسمشرۍ ته انتخاب شوی جو بايدن به اوس وکولی شي حکومتي جوړښتونو ته لاس رسی پيدا کړي، څو د واک ترلاسه کولو ته چمتووالي ونيول شي. برحاله ولسمشر دونالد ترمپ چارواکو ته لارښوونه کړې ده چې له بايدن سره همکاري وکړي.

هغه د تويتر له لارې ويلي چې د امريکا فدارلي اداري آژانس « General Services Administration» مشره ايميلي مرفي بايد «هغه کارونه چې سرته ورسول شي، بايد ترسره کړي» څو د جو بايدن د انتقالي ډلي ملاتړ وشي. نوموړي خپلې ډلې ته هم ورته لارښوونه کړې ده.

«یو اړين گام»

د ترمپ تر دې څرگندونو دمخه د امريکا فدرالي اداري آژانس احتمالاً بايدن د گټونکي په توگه درجه بندي کړی وو او په دې توگه یې د ديموکراتانو له ډلې سره د ترمپ د حکومت د همکارۍ له پاره شين څراغ ورکړی وو.

له دې سره د جو بایدن ډله هغو ۶،۳ ميليونو ډالرو ته لاس رسی پيدا کوي چې د حکومتي چارو د بې خنډه انتقال له پاره په پام کې نيول شوي دي.

د بايدن همکاران په عين وخت کې اوس په رسمي توگه له حکومتي چارواکو سره خبرې اترې او د نظر تبادله کولی شي، هغه څه چې تر اوسه یې اجازه نه درلودله.

اړونده موضوع: د امريکا لوی څارنوال په ټاکنو د درغليو د پلټنو اجازه ورکړه

د بايدن ډلې ويلي دي: «دا تصميم يو اړين گام دی څو هغو سترو چيلنجونو ته چې دغه هيواد ورسره مخامخ دی، د ځواب ويلو له پاره په کار لاس پورې شي.»

ترمپ لا ماته نه ده منلې

په دې وروستيو کې د ميشيگن ایالت د ټاکنو رسمي نتايج هم اعلان شول چې د بايدن په گټه وو. خو ترمپ پر دې سربیره هم د مخکې په څېر خپله ماته نه مني او وايي چې د سختو درغليو له کبله یې ترې بريا «غلا شوې» ده.

Wilmington Joe Biden President elect Rede Obamacare
جو بايدن به د جنورۍ په ۲۰ نیټه د امريکا متحده ايالاتو د نوي ولسمشر په توگه لوړه وکړيانځور: Jonathan Ernst/REUTERS

هغه آن د دوشنبې په ورځ هم په څو ځلي ځان بريالی بللی او روښانه کړې ېې ده چې خپلې مبارزې ته به دوام ورکړي. خو د نوموړي د وکيلانو تر۳۰ ډېرې د اقامې دعوې د محکمو له خوا رد شوي دي.

تر ولسمشريزو ټاکنو وروسته د حکومتي چارو منظم انتقال چې «Transition»  بلل کيږي، له کابو۶۰ کلونو راهيسې د امريکا متحده ایالاتو په قانون کې ځای لري. 

ب.ص/ ن.ز (afp, dpa, rtr)