1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: په کابل کې یوه ډاډمن او فعال هوايي ډګر ته اړتیا ده

۱۴۰۰ خرداد ۲۲, شنبه

امریکا متحده ایالات په دې باور دي چې په کابل کې د نړيوال ديپلوماټيک حضور د ادامې له پاره يو «امن او فعال» هوايي ډګر ته اړتیا ده. د امریکا د بهرنيو چارو وزارت یوه ویاند ويلي دي چې له دې پرته به سفارتخانې تړلو ته اړ شي.

https://p.dw.com/p/3unSg
Afghanistan Bundeswehr Flughafen Symbolbild
انځور: AFP/O. Lang

د امريکا متحده ایالاتو دغه څرګندونې يوه ورځ وروسته له هغې کړي چې د طالبانو يوه ویاند په زغرده د ترکيې هغه طرحه رد کړه چې غواړي د امریکا او ناټو ځواکونو تر وتلو ورسته په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت او فعال ساتلو د چارو مسئوليت پر غاړه واخلي.

د طالبانو دغه دريځ، امریکا متحده ایالاتو، نورو هيوادونو او نړیوالو سازمانو له پاره جدي پوښتنې راولاړې کړي کوم چې په افغانستان کې ماموریت لري. په ځانګړې توګه په پلازمينه کابل کې د حملو ګواښ ډېر دی.

تر دې وړاندې ترکيې ويلي وو چې غواړي له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې شي او د کابل نړیوال هوايي ډګر د امنيت او فعال ساتلو چارې پر غاړه واخلي. انقرې ويلې وو چې په دې اړه يې له واشنګتن سره خبرې هم کړي او هغوی ورڅخه هرکلی کړی دی.

 د طالبانو يوه ویاند سهيل شاهین د پنجشنبې په ورځ رويټرز ته وويل چې ترکيه په تيرو شلو کلونو کې د ناټو سازمان د یوه غړي په توګه په افغانستان کې حضور درلود او باید د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې مطابق هغه هم له افغانستانه ووځي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ویاند د طالبانو د دغه دريځ په ځواب کې ويلي دي: «موږ پوهیږو چې د هر ډول نړیوال حضور له پاره یو امن او فعال هوايي ډګر اړین دی. همدا به دا د افغان مساپرو او د افغانستان اقتصاد ته هم ګټور وي.»

Afghanistan Flughafen in Kabul
په کابل کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګرانځور: Getty Images/AFP/D. Faget

ویاند په دې اړه د ډيرو توضيحاتو له ورکړې ډډه وکړه. خو دغې څرګندونې طالبانو ته داسې یو پیغام رسولی شي چې د یو امن او فعال هوايي ډګر پرته به هغه هیوادونه چې په کابل کې سفارتونه لري، ممکن خپل ماموریتونه بند کړي.

امریکايي چارواکو ويلي دي چې دوې په دې باور دې چې طالبان د نړیوال مشروعیت او د خپل رټل شوي وضعيت د خاتمې په لټه کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې استرالیا لا آن تیره میاشت په کابل کې خپل سفارت د امنيتي دلایلو په سر وتاړه. خو د امریکا د بهرنيو چارو وزير آنتوني بلینکن روانه اوونۍ وويل چې په کابل کې به د دوی سفارت پرانیستی پاتې وي.

په افغانستان کې د نړیوالو ديپلوماتانو د حضور او د بهرنيو هیوادونو او سازمانونو د فعالیتونو د ادامې په اړه انديښنې وروسته له هغې ډيرې شوي چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل پيل شول. د بهرنیو ځواکونو د اخراج لړۍ د می مياشتې په لومړۍ پیل او د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر، جو بایدن د اعلان مطابق د همدې کال د سپتمبر په ۱۱مه به پای ته ورسیږي. امريکا ويلي دي چې د اخراج څه باندې پنځوس سلنه برخه ترسره شوې ده. په عین وخت کې طالبانو د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې خپلې حملې زیاتې کړي او په دې لړ کې يې ځينې ولسوالۍ هم نيول دي.

رويټرز/م.ک.ص./م.ن.ص.C