1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

صالح: دوه فيشنې باج اخيستونکې نجونې ونيول شوې

۱۳۹۹ دی ۲۸, یکشنبه

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستيال خبر ورکړ چې د کابل پولیسو دوه هغه نجونې نيولي چې خلکو ته به يې اخطارونه ورکول او په بدل کې به يې ورڅخه پيسې اخیستلې. امرالله صالح د دغو نجونو نومونه هم ښودلي دي.

https://p.dw.com/p/3o1nx
Afghanistan Vize-Präsident Amrullah Saleh
انځور: picture-alliance/AP/R. Gul

امرالله صالح د يکشنبې په ورځ (د جنوري ۱۷مه)پر خپل فیسبوک کې ليکلي چې دغه دوه نجونې چې په فیشني لباسونو کې به ګرځيدلې، «د نېک نامه» خاوندانو او مشهورو خلکو ته به يې اخطارونه ورکول که «پيسې رانکړئ، ستاسو کورنيو او د بشر حقونو کميسيون ته مو شکايت کوو چې دوی پر موږ باندې لاس اچولی دی.»

صالح د دغو نجونو نومونه حسنا او شيما ښودلي دي. هغه زياته کړې چې يو شمیر کسان به مجبور کيدل چې د خپل عزت د حفاظت له پاره دغو نجونو ته باج ورکړي.

صالح لیکي چې دغې قضيې ته له کلونو راهيسې رسیدګي نه کیده. پر وینا يې دغه نجونې د دريمې حوزې پولیسو د مستقیم هدایت په نتيجه کې نيول شوي دي.

د ولسمشر غني لومړي مرستيال زياته کړې چې په دې برخه کې يوه لویه ستونزه چې موجوده ده په عدلي او قضايي ارګانونو او دغه راز د پولیسو په لیکو کې د ښځو لږ حضور دی.

امرالله صالح له هغه وخته چې د کابل ښار امنيتي مسئوليت په غاړه اخیستی هر سهار د خپلو فعالیتونو رپوټ پر فیسبوک خپروي.