1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنیتي اندېښنو ته د افغان حکومت طرحه څه ده؟

۱۳۹۹ مهر ۶, یکشنبه

د افغانستان ملي امنیت شورا په هېواد کې روان امنیتي وضعیت ارزولی او په دې برخه کې د لازمو پرېکړو خبر ورکړی دی. د امنیتي وضعیت د قابو کولو لپاره د حکومت پلانونه او پریکړې څه دي؟

https://p.dw.com/p/3j4Oa
Afghanistan Anschlag auf Krankenhaus in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

د افغانستان ملي امنیت شورا له دفتره نن یکشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د سپټمبر ۲۷مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد د امنیتي سکتور جګپوړ چارواکو اوونیزه غوڼده کې  د سیمه ییزو پولیسو  او سیمه ییزې اردو د ادغام بهیر ارزولی شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي: «غونډې ته مسوولینو د خپلو راپورونو په وړاندې کولو سره ویلي، چې د ادغام په پروسه او د سیمه ییزو پولیسو او اردو په اړوند د بدیلې طرحې په اړه پرمختګونه شوي دي.»

خبرپاڼه زیاتوي چې جګپوړو امنیتي چارواکو د هیواد عمومي امنیتي وضعیت و ارزاوه او په تړاو یې لازم تصامیم ونیول.

سره له دې چې ددغو پریکړو او تصمیمونو په تړاؤ نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو تردې وړاندې په حکومت کې د امنیتي وضعیت د کابو کولو او د جنايي جرمونو د کمولو لپاره حکومت د«امنیتي مثاق» په نوم طرحه وړاندیز کړې وه.

د حکومت په وروستیو امنیتي طرحو کې څه دي؟

حکومتي چارواکي وايي، د امنیتي میثاق یا د حکومت نورو بدېلو امنیتي طرحو موخه داده چې د امنیت ټینګښت لپاره د خلکو همکاري جلب او د هغوی ترمنځ پيوستون رامنځته شي.

Afghanistan Selbstmordanschlag in Kabul
چارواکي وايي د امنیتي میثاق موخه داده چې د امنیت ټینګښت لپاره د خلکو همکاري جلب او د هغوی ترمنځ پيوستون رامنځته شيانځور: Reuters/O. Sobhani

ددې طرحې په تړاؤ د جرمونو د کمولو لپاره د مخفي یا پټو پولیسو د رامنځته کېدو خبره کېده چې د خلکو له منځه به غوره کیږي او په وسلو به سمبالیږي.

د حکومت دا طرحه څو اونۍ وړاندې په پارلمان کې جنجالي شوه او دا چاره یې په لوی لاس  شخصي «ملیشه جوړونه» وبلله.

د کورنیو چارو وزارت یوه پخواني چارواکي جنرال طاهر یرغل دویچه ویله ته وویل، د امنیتي میثاق او یا بدیلي امنیتي طرحې اغیزمنې نه دي:«ددې طرحو پر ځای دې په خپله امنیتي او دفاعي ځواکونه پياوړي شي او مهمه خبره داده چې په امنیتي سکټور کې دې لازم اصلاحات رامنځته شي، مشرتابه کې مسلکي او دندې ته وفاداري په پام کې ونیول شي.»

ښاغلی یرغل چې د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د وخت په ملي پوځ کې یې هم دنده ترسره کړې زیاته کړه چې شخصي ملیشه جوړونې افغانستان کې پایله نه ده لرلې او ان د حکومتونو د سقوط سبب ګرځیدلي.

ددغه جنرال پروینا د ډاکټر نجیب الله حکومت د سقوط یو ستر لامل همدغه شخصي ملیشې وې.

طالبان د کابل په دروازو کې

په هېواد کې د جنايي پېښو ډېرېدو سره همهاله د جګړې ډېروالي او د طالبانو د پوځي فعالیتونو ډېرېدو هم خلک اندېښمن کړي.

له تېرو څو ورځو په ټولیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې لاس په لاس کیږي چې ګواکې طالبان د کابل  قلعه حيدر خان او کمپنۍ ترمنځ سيمه کې له خپل بيرغ سره را وتلي عام خلک او موټر تلاشي کوي.

Afghanistan Symbolbild Anschlag
شنونکو پردې باور دي، حکومت هغه مهال په جګړه کې برلاسی کېدای شي چې د جګړې مدیریت او مشري مسلکي شيانځور: Reuters/O. Sobhani

د ولسي جرګې د امنیتي او دفاعي کمېسیون غړي غلام ولي افغان دویچه ویله ته تایید کړه چې طالبان د کابل تر دروازو رارسېدلي:«د کابل ښار شاوخوا تقریبا د محاصرې په حالت کې دی، ځکه پغمان چې د کابل یو خوندې او د ولسونو لپاره د تفریح او ناستې ولاړې ځای ؤ، هلته هم اوس وضعیت غیرنورمال دی.»

د پارلمان ددغه غړي پروینا امنیت وضعیت په اړه د ټول افغانستان او په ځانګړې توګه د پلازمینې د اوسېدونکو اندېښنې ډېرې شوي دي.

نوموړی پر حکومت او په ځانګړې توګه د ملي دفاع پر ځای ناستي وزیر نېوکه کوي چې په خپله دنده کې پاتې راغلی:«ملي دفاع وزیر هغه شعار چې ویل یې (سر یې وهم سنګر یې نیسم)، زما په شخصي نظر اوس دی سر هم ورکوي او سنګر هم ورکوي، ځکه عدم مدیریت دی او ددغه عدم مدیریت له امله سیمي هم نه شي ساتلی او سرتیري قرباني هم ورکوي.»

شنونکو پردې باور دي، حکومت هغه مهال په جګړه کې برلاسی کېدای شي چې د جګړې مدیریت او مشري مسلکي او په کار پوه کسانو ته ورکړي.

اسماعیل شاکر – کابل

دلته زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلی شئ!