1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: چاودنې د پوهنتون د يوه استاد په ګډون دوه کسان وژلي

۱۳۹۹ بهمن ۳۰, پنجشنبه

افغان چارواکو تاييد کړې ده چې کابل پوهنتون ته نزدې په يوه چاودنه کې دوه کسان چې يو یې د پوهنتون استاد وو، وژل شوي دي. له وژل شويو څخه يو يې ظاهراً هغه کس دی چې تېرکال د داعش ډلې له پاره د فعاليت په تور نيول شوی وو.

https://p.dw.com/p/3pXSD
Afghanistan Kabul | Anschlag auf Richterinnen
انځور: Rahman Gul/dpa/AP/picture alliance

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې په کابل کې علي آباد روغتون ته نژدې نن د پنجشنبې په ورځ ماسپښين (۲۰۲۱م کال فيبرورۍ ۱۸نيټه) چاودنه شوې. ويل شوي دي چې يو کرولا موټر د ماين چاودنې هدف ګرځيدلی دی.

وزارت په دې پيښه کې دوو تنو وژل کيدل تاييد کړي، خو د هغوی د هويت په اړه جزيات يې نه دي په ډاګه کړي.

يوې امنيتي سرچينې په کابل کې له دويچه ويله سره په خبرو کې تاييد کړې ده چې له وژل شويو څخه یې یو مبشر مسلميار د کابل پوهنتون استاد دی. خو سرچينې زياته کړه چې د دويم کس هويت تر اوسه ثابت شوی نه دی او دغه جسدونه عدلي طب ته انتقال شوي دي.

تر اوسه د بريد پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې.

د افغانستان ملي امنيت رياست د تېرکال په سرطان مياشت کې د مبشر مسلميار په ګډون چې د شرعياتو د پوهنځي استاد وو، د داعش ډلې له پاره د تبليغ په تور د څو کسانو د نيولو خبر ورکړی وو.

اړونده موضوع:د کابل پوهنتون له بريده روغ وتلي ځينې محصلين سولې ته شکمن دي

د ملي امنيت رياست هغه وخت په خپله اعلاميه کې ويلي ول چې يو څو نیول شويو کسانو اعتراف کړی دی چې د مبشر مسلميار په توسط داعش ډلې ته جذب شوي دي. چارواکو تر اوسه په دې اړه معلومات نه دي ورکړي چې نوموړی بيا څه وخت بيرته آزاد کړل شوی وو.