1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار ښار ته نژدې د طالبانو راڅرګندېدل او د خلکو اندېښنې

۱۳۹۹ آبان ۶, سه‌شنبه

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ خلک وايي چي د دغي ولسوالۍ په ځينو سيمو کي يې ډلي ډلي وسله وال طالبان ليدلي چې جگړې ته تياری نيسي.

https://p.dw.com/p/3kVHd
Afghanistan Sicherheitskräfte in Kandahar
انځور: picture-alliance/Xinhua/S. Seiam

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ خلک وايي چي د دوشنبې په ناوخته ماښام يې د دغي ولسوالۍ په تابین، شاهین، ده لاهور، چهارقلبه او ناصرانو کليو کي په ډلو ډلو وسله وال طالبان ليدلي دي.

د سیمي خلک، چي اکثره باغ لرونکي دي په دې اړه اندېښمن دي چي که جګړه شروع سوه، نه یوازي به له خپلو کلیو بېځایه سي، ترڅنګ به يې پاخه انار په باغونو کي وراسته سي.

ارغنداب ولسوالي د کندهار ښار لوېديځ په لس کيلومترۍ کي پرته سمسوره ولسوالي ده چي د آنارو باغونه يې ډېر مشهور دي.

د يادو کليو دوو تنو اوسېدونکو جمیل احمد او خدای رحیم له دويچه ويله سره په خبرو کي خپله اندېښنه څرگنده کړه او زياته يې کړه چي که يې دولت ږغ وانه وري، نو دوی به هم لکه د هلمندیانو غوندي په شنه یخ کي د خپلو مېنو پرېښوولو ته اړ سي خدای رحيم وويل: «په ټول کندهار کي دا یوه زموږ ولسوالي ارامه وه، اوس طالبان غواړي دا هم ناارامه کړي. زه فکر وړی یم، چي چیري به باریږو؟»

جمیل احمد بيا د خپلو حاصلاتو په اړه اندېښمن دی: »اوس مو د انارو د حاصلاتو ټولول وخت دی، ټول کال مو دغو حاصلاتو ته په تمه تېر کړی دی، خو اوس چي انار پاخه سول، بیا دا دی جنګونه شروع کېږي.»

خو د کندهار د امنيې قومندانۍ ویاند جمالناصر بارکزي دویچه ویله ته وویل چي په یادو سیمو کي يې د امر امنیت په مشرۍ نن سهار چاڼیز پوځي عملیات شروع کړي دي.

د هغه په قول، طالبان د روزګان، هلمند او میوند ولسوالیو څخه یادو سیمو ته راغلي او غوښتل يې پر ځینو امنیتي پوستو باندي په بریدونو سره سم د خلکو ژوند وګواښي، خو ددې ترمخه چي هغوی بریدونه وکړي ملي پوليس سيمو ته ورغلي دي: «موږ د دوی ترمخه عملیات پر شروع کړل او نتیجه به یې ډېر ژر له رسنیو سره شریکه کړو، له خلکو غواړو چي له خپلو پولیسو سره همکاري وکړي او نابلده کسانو ته اجازه ورنه کړي چي د دوی کلیو ته ورسي او ناامني جوړه کړي.»

په ولسي جرګه کي د کندهار ځينو وکیلانو هم خبریالانو ته ویلي دي چي په دې اړه اندېښمن دي او خپله اندېښنه يې په کابل کي له امنیتي مسئولینو سره شریکه کړې ده.

وسله والو طالبانو تراوسه د ارغنداب ولسوالۍ په اړه څه نه دي ویلي.

له تیري یوې میاشتي راهیسي د کندهار په گاونډيو ولايتونو هلمند او روزګان کي وسله والو طالبانو بريدونه پيل کړي دي.

د راپورونو له مخي په دواړو ولایتونو کي ددغو بریدونو له امله په زرونو کسان له خپلو کورونو بېځایه سوي او تر شنه اسمان لاندي ژوند کوي.

محمد ابراهیم سپېڅلی/ کندهار